په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفیر بدرالدین حقاني د متحده عربي اماراتو د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي.
بهرنیو چارو وزارت وايي چې، دواړو لورو په دغې کتنه کې، د افغانستان د امنیتي او اقتصادي وضعیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي چې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغان بندیانو د وضعیت، د ویزې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدل او په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو د ستونزو په تړاو خبرې اترې کړي او د متحده عربي اماراتو د دولت رییس ډاډ ورکړی چې، پر دغو ستونزو به غور وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په دې هکله وايي:«دواړو لورو په ناسته کې، د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت او په افغانستان کې د رامنځته شویو فرصتونو په تړاو خبرې اترې کړې دي. په دغې ناسته کې همدا راز، محترم حقاني صاحب، د اماراتو د دولت رییس ته، په اماراتو کې د افغان بندیانو د رالېږد، متحده عربي اماراتو ته د تلونکو افغانانو د ویزو په چارو کې د زیاتد او تسهیل او دغهراز په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د ځينو ستونزو په تړاو یادونې کړې دي.»
بل پلو، د سیاسي چارو ځينې شنونکي د افغانستان په تړاو د متحده عربي اماراتو هڅې اغېزناکې ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې، له عربي هېوادونو سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړي.
د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیگیر په دې هکله وویل:«متحده عربي امارات چې له ختیځو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، کولای شي په اقتصادي، سیاسي او پوځي برخو کې له موږ سره مرسته وکړي.»
د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم وايي:«د ټولو تقابلونو لپاره باید د خبرو اترو له لارې حل لار پیدا شي. دا چې، د بندیانو او افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرېدو بحث مطرح شوی، د ملي ګټو د خوندیتوب پر بنسټ دی.»
دا په داسې حال کې ده چې، دوه ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو د دولت رییس په ابوظبۍ کې د بدرالدین حقاني باورلیک په رسمي توګه ومانه.
د متحده عربي اماراتو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې، شیخ محمد بن زاید آل نهیان د دغو مراسمو پر مهال له افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.