Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امربالمعروف وزارت: د ښځو حقونو د نقض دوسیې ارجاع، زموږ له کارکړنو انکار دی

 د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند، د جرمونو نړۍوالې محکمې ته، د افغان ښځو حقونو د نقض دوسیې د ارجاع په غبرګون کې وایي چې، دا اقدام د دغه وزارت له هغو هڅو د انکار په مانا دی چې، د ښځو حقونو د خوندیتوب په برخه کې یې کړي دي. 

سیف‌الاسلام خیبر طلوع‌نیوز ته ویلي چې، بې‌بنسټه راپورونه د هغوی د ادعاوو حقانیت نه‌شي ثابتولای.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند زیاتوي:«دا ډول بې اساسه او بې‌بنسټه راپورونه هېڅکله د دې دلیل نه‌شي کېدای چې، دوی په خپلو ادعاوو کې صادق وګڼي. او زموږ غوښتنه هم دا ده چې، دوی د افغانستان په هکله له حقایقو سترګې پټې نه‌کړي، هغه څه چې، واضح دي او هېڅوک له هغه انکار نه‌شي کولای.»  

بلخوا، د نړۍوالې جنایي محکمې څارنوال دغې محکمې ته د ښځو د حقونو د نقض د دوسیې له ارجاع کېدو هرکلی کړی دی. کریم خان په یوه اعلامیه کې ویلي، شپږو هېوادونو ترې غوښتي چې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې شوي جنایتونه وڅېړي.  
   
د نړۍوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان په دې هکله ویلي:«سره له دې چې، زه باید د خپل دفتر د تحقیقاتو د جزییاتو د محرمیت پر اهمیت ټینګار وکړم، کولای شم راپور ورکړم چې، په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې د تورونو په څېړلو کې د پام‌وړ پرمختګ داسې پړاو ته رسېدلی چې، مشخصې پایلې یې اعلانېدای شي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د ښځو حقونه د اسلامي امارت یو له مکلفیتونو څخه دي چې، هغه د شریعت، د افغانستان داخلي او نړۍوال عرف په مطابق تامین کړي.»

تر دې وړاندې د چیلي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي و چې، د چیلي، کاسټاریکا، اسپانیا، فرانسې، لکزامبورګ او مکسیکو په ګډون شپږو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د نقض دوسیه نړیوالې جنایي محکمې ارجاع کړې ده. 

شریک یي کړئ