Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو د ځورونې مخنیوي کمېټه راتلونکی کال له افغانستانه لیدنه کوي

د ملګرو ملتونو له ځورونې د مخنیوي فرعي کمېټې ویلي، په ۲۰۲۵ زېږیز کال کې به د افغانستان په ګډون له ځینو هېوادونو لیدنې وکړي.

دغه کمېټه غواړي چې، له افغانستان، موزامبېک، نیوزیلنډ، پیرو، صربیې، بوروندي، فرانسې او مکسیکو لیدنې وکړي.

د دغې فرعي کمېټې په اعلامیه کې راغلي: « د ملګرو ملتونو له ځورونې د مخنیوي فرعي کمېټه له افغانستان، موزامبېک، نیوزیلنډ، پیرو، صربیې، بوروندي، فرانسې او مکسیکو د خپلو لیدنو پروګرامونه پیلوي.»

د سیاسي چارو شنونکی، یوسف امین ځاځی وایي: « بشري حقونه لکه د خلکو حقونه، د زندانیانو وضعیت او د قضیو ارزونه هغه موضوعات دي چې، حکومت یې باید له افغانستانه نړۍ ته رښتینی انځور وړاندې کړي.» 

خو اسلامي امارت  تر اوسه د دې کمېټې د استازو د سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

د سیاسي چارو شنونکي دغه سفرونه مهم ګڼي او ټینګار کوي چې باید د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړای شي. 

 د سیاسي چارو شنونکی، عبدالجبار اکبري و ویل: « که د دغه سازمان هدف رښتینی وي، له نږدې د بشری حقونو د وضعیت او ټولنیزو او فرهنګي وضعیت ارزونه وي، نو د ستاینې وړ به وي او د افغانستان خلک به یې هرکلی وکړي.»

د ځورونې مخنیوي کمېټه د بشري حقونو د تړونونو په تړاو د ملګرو ملتونو اتمه کمېټه ده.

د ملګرو ملتونو د ځورونې ضد کنوانسیون لمخې ټول دولتي اړخونه مکلف دي چې د ملګرو ملتونو د ځورونې ضد کمېټې ته د دغه کنواسیون د پلي کېدو په تړاو منظم راپورونه وړاندې کړي.

شریک یي کړئ