Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا؛ ازبیکستان ته د عبدالسلام حنفي د سفر موخه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبداسلام حنفي ازبیکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له لومړي وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال سره په جلا جلا توګه کتلي او د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا په تړاو یې خبرې اترې کړې دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي چې، ښاغلي حنفي د ازبیکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې، د افغانستان او د دغه هېواد ښو اړیکو ته په نغوتې سره ویلي چې، کابل په بېلابېلو برخو کې له تاشکند سره د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا غوښتونکی دی.

 د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال له عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته د ازبیکستاني پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړی او د افغان- ټرانس پروژه د افغانستان او د سیمې د هېوادونو په ګټه بللې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«د ازبیکستان لومړي وزیر، د افغانستان او نورو هېوادونو د کانونو د استخراج او سوداګریزو توکو د ټرانزیټ په برخو کې خپله لېوالتیا وښوده او د افغان-ټرانس لویې پروژې د عملي کېدو د ټینګار ترڅنګ یې دخیلو هېوادونو د دغې پروژې د ګټو په اړه خبرې وکړې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه ازبیکستان ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو په ګټه ګڼي او ټينګار کوي چې، افغان پلاوی باید په دغو سفرونو کې د هېواد د صادراتو د زیاتېدو هڅې هم وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان‌آقا نوید په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان او ازبیکستان په اوسنیو شرایطو کې ملګري هېوادونه دي او ډېرې هوکړې یې لاسلیک کړې دي. د دوی په خپله وینا او د هغو راپورونو پر بنسټ چې، خپاره کړي یې دي، له افغانستان سره د هغوی د سوداګرۍ کچه له دوه مېلیارد ډالرو لوړه ده او دغه بهیر همدارنګه د پراختیا په حال کې دی.» 

د اقتصادي چارو شنونکی ذبیح‌الله اسلامي هم څرګندوي:«موږ چې هر څومره زیات له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې ولرو، دا په دې معنا ده چې، په افغانستان امنیت تامین دی او باور موجود دی. دغه باور د امنیت د شتون ښودنه کوي او دغه امنیت باید لا پياوړی کړو چې، سوداګر افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅول شي.»   

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ازبیکستان د مسلمانانو د ادارې له مشر او لوی مفتي سره هم کتلي دي چې، دواړو خواوو دغه سفر د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د خوندیتوب لپاره ګټور بللی دی.

 د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال له عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته د ازبیکستاني پانګوالو د چمتووالي خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ