Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان ۱۸۱ کیلومټره طبیعي یخچالونه له‌منځه تللي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې، د ۲۰۰۰ تر ۲۰۲۰ کلونو په منځ کې، د هېواد ۱۸۱ کیلومټره طبیعي یخچالونه، د اقلیمي بدلونونو له امله له‌منځه تللي دي. 

ښاغلي خالص د ۲۹ کاپ غونډې د لاسته راوړنو د ارزونې په غونډه کې ټینګار کوي چې، له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره، افغانستان تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې په اټکلي توګه ۲۰٫۶ مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

ددغې ادارې  رییس مطیع‌الحق خالص زیاتوي چې، ۱۴۹ ډوله ژوي او نباتات د له‌منځه تلو په حال کې دي او دوه مېلیونه او ۵۰۰ زره کسان د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي. 

له چاپېریال ساتنې سره د ملي ادارې رییس وايي:«موږ په دغه کنفرانس کې له پروګرام او اجنډا سره ګډون کړی وه او د اقلیمي بدلونونو په برخه کې، د افغانستان پروګرام مو له افغانستان سره شریک کړ.»

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس همداراز په ټینګار سره وايي، د سرپرست حکومت استازي باید د اقلیمي بدلونونو سیمه‌ییزو او نړۍوالو غونډو ته وبلل شي؛ څو په دې برخه کې د افغانستان ننګونې تر نړۍوالو ورسوي.

مطیع الحق خالص وايي:«اړتیا ده چې، افغانستان په دا ډول کنفرانسونو کې چې، جوړېږي لاسرسی ولري او په هغه کې ګډون وکړي او له نړۍوالو سره خپلې زیانونه شریک کړي.»

د کاپ ۲۹ غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون له لاسته راوړنو ډک ګڼي او زیاتوي چې، په دغې غونډه کې د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د افغانستان ننګونې له نړۍوالو سره شریکې شوې دي.

په کاپ۲۹ غونډه کې د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې ځینې لاسته راوړنې عبارت دي: له
۱- د افغانستان د اقلیمي بدلون په تړاو د همغږيو غونډو پر دوام ټینګار
۲- د اقلیمي او چاپېریالي بدلونونو په تړاو له نړۍوالو سازمانونو سره د اړیکو او شبکو د جوړولو پياوړتیا
۳- له اغېزناکو سازمانونو او هېوادونو سره د غونډو جوړول او له هغو لارو د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو انعکاسول

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسوولانو همداراز په ډاګه کړه چې، په کاپ۲۹ غونده کې ځينې هوکړې هم شوې دي.

د ویلو ده چې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو یا کاپ۲۹ غونډه د دغه سازمان د ۱۹۸ غړو هېوادونو د استازو، د ځینو هېوادونو د مشرانو، د خصوصي سکټور، د ملګرو ملتونو د دوو او څو اړخیزو مالي بنسټونو، د مدني ټولنو او د رسنیو د استازو په ګډون د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۱مه پیل او د یادې میاشتې تر ۲۲مې د اذربایجان په باکو ښار کې جوړه شوې وه.
 
شریک یي کړئ