د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست چې چین ته تللی، افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام او د افغاني سرې میاشتې ټولنې پر راتلونکو پلانونو خبرې کړي دي.
دلاور په دغه سفر کې همداراز پر افغانستان د بشري مرستو د اغیزو او ددغو مرستو د استولو او مدیریت پر څرنګوالي خبرې اترې کړي دي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند، مدثر همراز ویلي: د افغانستان د بشري وضعیت اړوند، په افغانستان کې یې د بشر پالو مرستو پر اغیزمنتیا خبرې وکړې. د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو اړوند هم خبرې وشوې.
اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي د افغانستان د بشري اړتیاوو ته په پام سره، دا ډول سفرونه ګټور ګڼي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت باید د بشري مرستو د جلب لپاره یوه منظمه تګلاره ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی، محمد نبي افغان هم و ویل: د دوی لپاره باید یو ځانګړی پروګرام جوړ شي. حکومت باید ورته مشخص افراد وګوماري. متخصصین ورته وګوماري. او موږ ورته منظم پلانونه، کتنې او تګلارې جوړې کړو.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، اسماعیل ځدراڼ وايي: ډېر ښه دی او ډېر مفید تمامېدای شي. خو دایمي مرسته پکار ده. شتمن هېوادونه له موږ سره دایمي مرسته وکړي. تر هغې چې زموږ داخلي بودیجه پوره کیږي، دغه هېوادونه باید له موږ سره مرسته وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه یوه خیریه بشري اداره ده چې په هېواد کې د طبیعي پېښو له زیانمنو سره د مرستې او اړمنو کسانو ته د درملنې د خدمتونو د وړادې کولو په برخه کې فعالیت کوي.