د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس له طلوعنیوز سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې، نړۍوال سازمانونه کولای شي د افغانستان له زندانونو لیدنه وکړي؛ خو هغوی باید ټولې نړۍ ته واقعیتونه منعکس کړي.
محمد یوسف مستري دغهراز زیاتوي چې، نړۍوال بنسټونه باید له هغې نړۍوالې بودیجې چې، د زندانیانو لپاره تصویب شوې، د افغان زندانیانو حق هم ورکړي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس طلوعنیوز ته وايي:«په نړۍوالو سازمانونو مو دا غږ دی چې، دوی باید راشي او زموږ بندخونې له نږدې وګوري که څه خلاوې په کې وې هغه په ګوته کړي او خلاوې پهکې نهوي هغه باید نړۍوالو ته اعلان کړي نړۍوالو ته دا وښيي چې، دغو بندخونو کې د انسانانو حق که تلف شوي هم وي ودې وايي او که نهوي وشي هم ووايي او غوښتنه مو دا ده څو مو چې، ولیدل هغه ووایئ.»
ښاغلی مستري وایي چې، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا پنځلس تر شپاړس زره زندانیان د اخترونو په مناسبت د بښنې د فرمان پر بنسټ له زندانونو خوشې شوي دي. نوموړی دغهراز د لوړو زدهکړو له وزارت او محکمو سره د هوکړهلیک د لاسلیک کېدو خبره کوي او زیاتوي چې، د عصري، ديني او مسلکي زدهکړو په کولو سره به د زندانیانو د بند موده کې تخفیف ورکړل شي.
محمد یوسف مستري په دې هکله زیاتوي:«تګلاره، تفهمنامه یو داسې برخلیک مو جوړ کړی، مثلاً که یو بندي عصري او دیني تعلیم حرفهوي زدهکړې، چې تر کومې کچې مخ ته یوسي ده ته به څومره تخفیف ورکول کېږي.»
نوموړی دغهراز وایي چې، د بندي امریکانو دوسیې لا وروستی شوې نهدي چې، عمومي زندان ته ولېږدول شي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس وايي:«کېدای شي چې، داسې قضایاوو کې دوی روان وي چې، پر هغه باندې موضوع وروستۍ نهوي. کله چې، د بندي حکم وروستۍ شوي بیا زندان ته راځي.»
د زندانونو چارو د سمون د ادارې عمومي رییس د هېواد په زندانونو کې د امارتي بندیانو د حضور خبر هم ورکوي او دغهراز په دې مرکه کې د اللهګل مجاهد په تړاو وایي چې، هغه ژوندی دی او د څرخي پله په زندان کې توقیف دی.
ښاغلي مستري په دې هکله وویل:«د څرخي پله په زندان کې دی، ژوندی دی، نه چا وژلی او نه چا اعدام کړی او نه چا تکلیف ورکړی دی.»
د زندانونو د چارو سمون ادارې د عمومي رییس لخوا د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، په ټول افغانستان کې ۴۰ زندانونه شته او ۲۲۶ ولسوالۍ هم رسمي توقیف ځایونه لري.