Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایکو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پای ته ورسېده

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزایرانو شورا اته ویشتمه غونډه نن (سې‌شنبې،د لیندۍ ۱۳مه) د ایران په مشهد کې پای ته ورسېده.

په دغې غونډه کې پر سوداګرۍ، انرژۍ، لېږد رالېږد، د چاپېریال ساتنې پر پایښت او د باثباته اقتصاد پر ودې خبرې اترې شوې دي.

دغه غونډه د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته پای ته ورسېده.

   د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیر شراج‌الدین مهر‌الدین په دغې غونډه کې ویلي چې، افغانستان د ایکود غړي په توګه کولای شي چې، په سیمه کې لا انسجام او اقتصاد په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

یوې ایراني رسنۍ د سراج‌الدین مهرالدین له قوله لیکلي:«موږ فکر کوو چې، د ایکو حوزې دغه هېواد کولای شي د لا زیاتې همغږۍ لپاره په سیمه کې، د اقتصاد په پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي او د څو اړخیزو ارتباطي طرحو له پلي کېدو او د خورا سټراټیژیکو پانګونو له کېدو سره مرسته وکړي چې، تاجیکستان له دې مسئلې ملاتړ کوي.»

که څه هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې غونډه کې د خپل استازي د نه حضور په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، د افغانستان د استازي له حضور پرته به دغه غونډه هېواد ته کومه ګټه ونه‌رسوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالغفار نظامي په دې هکله وايي:«افغانستان په نړۍ کې یو داسې مرکز دی چې، هېوادونه په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه غواړي په‌کې حضور ولري؛ خو د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره، دغه هېواد ته موکه نه‌ورکوي او په افغانستان کې د سترو پروژو د تطبیق او یا تمویل مسوولیت په غاړه نه‌اخلي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکي شمس‌الرحمن هم وویل:«په دغې غونډه کې باید افغانستان استازي حضور درلود. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې، اوس‌مهال له نړۍوالو سره خپلو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته پراختیا ورکوي او که‌چېرې په دغې غونډه کې د اسلامي امارت استازي حضور درلود، د دغې غونډې پایله به مثبته وه او پوهېدو چې، په دغې غونډه کې پر کومو موضوع‌ګانو بحث شوی دی.» 

د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۹۸۵ کې د ایران، ترکیې او پاکستان له لوري جوړ شو او په ۱۹۹۲ کې یې پراختیا ومونده. او افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان یې هم غړیتوب خپل کړ.

د دغه سازمان موخې او ماموریتونه د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، په بېلابېلو برخو لکه کرنې، انرژۍ، ټرانسپورت او اړیکو په برخو کې د همکارۍ لپاره د مناسبې فضا رامنځته کول، د خلکو د ژوند د کچې لوړول او په سیمه کې د بې‌وزلۍ کمول دي.

د ایکو په ۲۸مه غونډه کې د دغه سازمان سرمنشي او د ایران، ترکیې، ترکمنستان، قزاقستان، پاکستان، ازبیکستان، قرغزستان، اذربایجان او تاجیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون وو. او ټاکل شوې چې، د ایکو د وزیرانو شورا ۲۹مه غونډه په ۲۰۲۵ کال کې په قزاقستان کې وشي.
 
شریک یي کړئ