یوه ایراني چارواکي د دغه هېواد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، په دغه هېواد کې ۵۰۰ بندي افغانان به افغانستان ته ولېږدول شي.
د نوموړي په وینا، د دغو بندیانو نوملړ هم اسلامي امارت ته استول شوی دی. څو د هویت له تثبیت وروسته، د ایران له زندانونو د افغان کډوالو د لېږد لومړی پړاو پیل کړي.
دغه چارواکي همدارنګه ویلي، تمه کېږي چې، د روان کال تر پایه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد دوه یا درې پړاوه بشپړ شي.
د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان ویلي:«موږ د دغو زندانیانو ۵۰۰ کسیز نوملړ برابر کړی او افغانستان ته مو اعلان کړی چې، د دغو محکومانو هویت تثبیت کړي، څو د هغوی له نظر وروسته دغه لېږد ترسره شي.»
د کډوالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ وايي:«د هغو کسانو د خوشې کولو او تبادلې لپاره چې، په بېلابېلو هېوادونو کې بندیان دي، اړتیا ده چې، د هغوی د ازادولو لپاره ډپيوماټيکې خبرې اترې وشي.»
د ایران دغه قضایي چارواکي دغهراز زیاته کړې، په ایران کې تر ټولو زیات زندانیان افغان کډوال دي چې، د توکو د قاچاق، غلا او وژنې په جرمونو زنداني شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر طلوعنیوز ته وايي:«له ایرانه د افغان بندیانو د لېږد بهیر یو ښه عمل دی. د افغانستان اسلامي امارت کولای شي له ایرانیانو سره په اړیکه کې وي چې، په ایران کې ټول بندي افغانان کابل ته ولېږدول شي چې، د ایران خپلسرو اعدامونو او سزا ګانو څخه مخنیوی وشي.»
له دې سره هممهاله، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې، په تېرو درېیو کلونو کې له ایرانه افغانستان ته ۴۰۰۰ افغان زندانیانو رالېږدولي دي.
نوموړی دغهراز افغانستان ته د نورو زندانیانو د لېږد غوښتنه کوي چې، په کوردننه یې پر حقونو غور وشي.
ذبیحالله مجاهد وايي:«په بېلابېلو وختونو کې کابو ۴ زره بندیان افغانستان ته رالېږدول شوي او موږ د دې غوښتونکي یو چې، نور افغان بندیان هم چې، هلته وي، افغانستان ته ولېږدول شي چې، د خپل بند موده په افغانستان کې تېره کړي، په دغه صورت کې حقونو ته یې رسېدنه کېږي او خپلو کورنیو ته هم نږدې کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۲۴مه یو ایراني پلاوی کابل ته راغلی و چې، د اسلامي امارت له چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د بندیانو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.