د برېښنا شرکت وایي چې په تیرو درېیو کلنو کې یې خپل ۲۵۹ ملیونه افغانۍ پورونه ترلاسه کړي دي.
د دغه شرکت مسولین طلوع نیوز ته وایي، اوس مهال هم د یاد شرکت د پورونو د راټولو لړۍ دوام لري.
د برېښنا شرکت ویاند، حکمتالله میوندي وايي: موږ تر دې مهاله ۲۵۹ میلیون افغانۍ هغه پور چې له برېښنا خلک پوروړي وو، هغه مو راټولې کړې دي او دا بهیر روان دی. هڅه به وکړو چې دغه پیسې ټولې راټولې کړو او یوه ورځ داسې وي چې هیڅوک د برېښنا پوروړی نه وي.
د افغانستان د برښنا شرکت پخوانی رییس وایي چې باید یوه داسې کړنلاره جوړه شي چې د برېښنا ټول پورونه په منظمه توګه راټول کړای شي.
د برېښنا شرکت پخوانی رییس، امانالله غالب په دې اړه وايي: «د دولتي ادارو خپله د بریښنا پیسې پاتې دي، چې باید اسلامي امارت یې په قسطونو کې ورکړي. هڅې وې چې د یوناما له لارې دغه بیلونه ورکړ شي، خو له بده مرغه داسې ونه شول. د هغه معلوماتو لمخې چې زه یې لرم، لا هم د برېښنا شرکت شاوخوا ۷ تر ۸ میلیارده افغانۍ د دولتي ادارو او صنعتي پارکونو پر ذمه پاتې دي.»
که څه هم د برېښنا د پورونو د راټولولو بهیر روان دی، خو د برښنا کمښت لا هم د هیواد ښاروالانو لپاره یو جدي ننګونه ده.
د کابل اوسیدونکی، فدا محمد و ویل: «د برېښنا پرچاوي ډېره زیاته شوې او خلک له ستونزو سره مخ دي. ډېر وخت برېښنا په وخت نه راځي، د شپې برېښنا نه وي او د ورځې راځي یا هم د نیمې شپې وروسته.»
د کابل یو بل اوسیدونکی، احمد ضیا وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې پام وشي. هوا سړه شوې، موږ کوچني ماشومان لرو، او برېښنا منظمه نه ده چې بخارۍ فعاله کړو او کور ګرم کړو.»
دا په داسې حال کې ده چې ځینې د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي چې د افغانستان برېښنا شرکت باید راټول کړي پورونه په هیواد کې له کورنیو سرچینو د برېښنا پر تولید ولګوي.