د کابل ښار ځینې اوسیدونکي په هېواد کې د مرستو د ویش پر بهیر نیوکې لري او وایي دغه مرستې د اړمنو کسانو ترمنځ د توازن لمخې نه ویشل کیږي.
دوی زیاتوي چې د دوی د سیمو ګذر وکیلان د مرستو په رسولو کې درغلی کوي او له مسوولینو غواړي چې د مرستو د ویش پر بهیر څارنه زیاته کړي.
عبدالله هره ورځ په یوه لاس ګاډي سره ۱۰۰ افغانۍ عاید لري.
هغه وایي، د خپلې ۸ کسیز کورنۍ د اړتیاو د پوره کولو لپاره ورته دغه عاید کافي نه دی او د بشردوستانه بنسټونو مرستې ته اړتیا لري.
خو د هغه په وینا تر اوسه پورې د مرستندویو موسسو له مدرسې نه دی برخمن شوی.
د کابل اوسیدونکی، عبدالله وايي: «کارګر یم، په ورځ کې ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ کار کوم. کار هم نشته او زموږ سره مرسته هم نه کېږي.»
یو شمېر نور هېوادوال هم وایي، مرستې ته اړتیا لري او شکایت کوي چې د سیمې وکیلانو یې د مرسته اخیستونکو په نوملړ کې نه دي شامل کړي. د دوی مرستو د وېش له بهیره شکایت کوي.
د کابل اوسیدونکی، قند آغا هم په دې اړه وايي: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې څېړنه وکړي او معلومه کړي چې ولې موږ ته مرستې نه رسېږي.»
خو ځینې وکیلان وایي، دوی په مرستو کې هیڅ مداخله نه لري او یوازې د خلکو او د خوړو د نړیوال پروګرام د سازمان ترمنځ همغږي کوي.
د کابل د لسمې حوزې وکیل، محمد یعقوب الکوزي وايي: «موږ د مرستو په وېش کې هېڅ لاسوهنه نه کوو، یوازې همکاري کوو او خلک ځکه تاسو ته شکایت کوي چې غوښتنې ډېرې دي او مرستې محدودې.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم بشر دوستانه مرستې د فغانستان د پرمختګ لپاره ګټورې نه ګڼي او د هیواد د بیخ بناوو او خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ټينګار کوی.
د اقتصادي چارو شنونکی، میرشکیب میر وايي: «د افغانستان د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا ته باید لازم پام وشي او په دې برخه کې لګښت وشي. د دې ترڅنګ، د افغانستان خصوصي سکټور چې د کار موندنې ظرفیت لري، باید پیاوړی شي.»
اقتصاد وزارت هم د مرستو د وېش په تړاو وایي چې د مرستو په وېش کې روڼتیا او پرې څارنه د دغه وزارت له اصلي پروګرامونو ده.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: «د مرستو په وېش کې روڼتیا او نظارت د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له اصلي پروګرامونو دی. هغه شکایتونه چې شته، په دقیق ډول او د کارپوهانو له خوا ارزول کېږي. موږ هڅه کوو چې مرستې اړمنو کسانو ته ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ۲۳ بشري بنسټون فعالیت کوي.