د مالیې وزارت د افغانستان او ترکمنستان په پوله کې د یوه لنډمهالي بندر له جوړېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه بندر د ټاپي پروژې د کارکوونکو، تخنیکي وسایلو او ماشینونو د رالېږدولو او د ویزو د ترلاسه کولو په موخه د چشمه اسلیم په سیمه کې جوړېږي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان په دې اړه و ویل: «د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ نوی بندر به د اقتصادي، سیاسي او د ټاپي پروژې لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او د اړیکو د پراختیا له نظره اغېزمن وي. د ټاپي پروژه یوه ستره پروژه ده چې د داسې خپلواکه سرحد او خپلواکه تګ راتګ اړتیا لري. دا د ټاپي پروژې د عملي کار د چټکتیا لپاره مهم دی.»
په دې لړ کې ځینې کارپوهان هم ټاپی پروژه د سیمې یوه مهمه پروژه ګڼې او د دې پروژې پلي کول د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره ګټور بولي.
د صنعتکارانو د ټولنې رییس، عبدالجبار صافی په دې اړه وايي: «په نړۍ کې ټول سیاستوال او هېوادونه د خپل اقتصاد د ښه والي لپاره کار کوي. د افغانستان لپاره هم دا یوه ښه موقع ده، ځکه اوس مهال په ټول افغانستان کې امنیت شته او فساد نه شته؛ چې په داسې بنسټیزو پروژو لکه کاسا زر، د ټاپي پروژه، افغان-ټرانس پروژه یا د لوګر مس عینک پروژه کار وشي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا هم و ویل:«د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره یوه خورا مهمه او حیاتي پروژه ده. څومره چې د دې پروژې د کارونو د پرمختګ لپاره اسانتیاوې برابرې شي، هغومره به یې اغېز ډېر لوړ وي.»
وړمه ورځ، د اسلامي امارت ویاند د یوې نوي ویډیو په خپرولو سره طلوع نیوز ته ویلي وو، چې د ټاپی ټول اړین وسایل افغانستان ته رارسېدلي دي او اوس په افغانستان کې د دې لویې اقتصادي پروژې کار پیل شوی دی او ټاکل شوې ده، چې دغه پروژه په دوو کلونو کې تر هراته بشپړه شي.