د سترې محکمې مسوولان په وروستۍ یوه میاشت کې، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پر څه باندې ۸۰ تنو د تعزیري حکمونو له اجرا کېدو خبر ورکړی دی.
د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد طلوعنیوز ته وايي چې، دغه حکمونه په ننګرهار، تخار، میدان وردګ، کابل، پروان، جوزجان، غزني او ځینو نورو ولایتونو کې پر مجرمینو اجرا شوي دي.
د سترې محکمې ویاند په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان د اسلامي امارت د محاکمو پر حکم، په ننګرهار، تخار، میدان وردګ، کابل، پروان، جوزجان، غزني، فاریاب، پکتیکا، بغلان، خوست، سمنګان، غور او بلخ ولایتونو کې پر شاوخوا ۸۱ مجرمینو او تورنو ته تعزیري سزاګانې ورکړل شوې دي.»
ورته مهال ځينې، دیني عالمان له منکراتو د ټولنې د خلاصون لپاره د الهي احکامو پلي کول مهم بولي.
دیني عالم حسیبالله حنفي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په یوه اسلامي نظام کې، د حدودو او تعزیراتو، قایمول اړین دي. په یوې ټولنه کې، کله چې، تعزیرات وي او کله چې، قوانین وي، کله چې، حدود وي؛ نو له دې سره له ټولنې فسادونه، فتنې، قتل و غارت، اختطاف او دې ته ورته هغه ناوړه عملا چې، خلک یې ترسره کوي، طبعاً د هغه مخنیوی کېږي.»
حقوق پوه سید مقدم امین هم څرګندوي:«افغانستان یو اسلامي هېواد دی. تعزیر یوه شرعي او حقوقي صبغه لري، البته په ټولنه کې تعامل ته په پام سره، کهچېرې پر وخت اجرا شي او مستند وي، د ټولنې په خیر دی او کهچېرې خدای مهکړه سلیقې د تعزیري حکم ځایناستې شي، په هغه صورت کې د خلکو او نظام به ګټه به نهوي.»
سترې محکمې تر دې وړاندې اعلان کړی و چې، د شرعي قانون د پلي کېدو په برخه کې به د نړۍوالې ټولنې هېڅ فشار ته غاړه کېنږدي او نړۍ باید په افغانستان کې د شریعت د پلي کېدو په اړه له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.