Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لس ورځو لپاره له پکتیا څخه نورو ولایتونو ته د لرګیو پر لېږد بندیز لرې شو

د پکتیا سیمه ییز مسوولین وایي، ځینو ولایتونو کې د لرګیو د بیو لوړوالي له امله یې له دغه ولایت څخه د لرګیو پر لېږد لګول شوی بندیز د لس ورځو لپاره لرې کړی دی. 

د پکتیا ولایت د مقام د دفتر رییس نور الله ممتاز وایي: « هغه لرګي چې ثبت شوي و او اډو کې بند پاتې و، وروسته له ډېر وخته چې خلک ورته په تمه و، له ولایته چې کمېټه ورغله او هغه یې ثبت کړل او هغو کسانو ته لرګي یې ثبت شوي، کولای شي نورو ولایتونو ته یې ولېږدوي.»

د لرګيو پلورونکو د ټولنې غړي، اجمل واحدي و ویل: « دا یو ښه ګام دی، اسلامي امارت د کابل خلکو سره ښه وکړل، او دغه پرېکړه د خلکو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي.»

خو پکتیا کې د لرګیو یو شمېر کاروباریان وایي، نورو ولایتونو ته د لرګیو د لېږدولو لپاره دغه لس ورځې بسنه نه کوي او د دغې مودې د غځولو غوښتنه کوي. 

د لرګیو سوداګر، سخي احمد و ویل: « زموږ موټر یوازې پنځه شپې په اډو کې بند وي. دا لس ورځې بسنه نه کوي او  دې موده کې هدف نشو رسېدای.»

په ورته مهال د پلازمېنې اوسېدونکي هم وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د لرګيو د پېرلو توان نه لري او له مسوولينو غواړي چې، د لرګیو بیې ټیټې کړي.

کابل کې د لرګیو پلورونکي، شېرزاد و ویل: « لارې تړلې دي او د یو من بلوط لرګیو بیه ۱۷۰ افغانیو ته رسېدلې ده.»

د کابل اوسېدونکي عبدالحی و ویل: « هغه لرګي چې پرې کول یې د ځنګلونو ښکلا ته زیان نه رسوي، باید اجازه ورکړل شي چې پلازمېنې ته را ولېږدول شي او د لرګیو بیې ټېټې شي.»

تېر کال د یو خروار بلوت لرګيو بيه ۹ زره افغانۍ وه، خو سږ کال بیا نږدې ۱۴ زره افغانيو ته لوړه شوې ده.

شریک یي کړئ