Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل اوسېدونکي د هوا ککړتیا د کچې د مهارولو غوښتنه کوي

د کابل اوسېدونکي په پلازمېنه کې د ککړې هوا د کچې له لوړېدو شکایت لري.

دوی وايي، هر کال ژمي کې د کابل هوا ډېره ککړه وي او ورسره خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته کيږي.

د کابل اوسېدونکی عابد وایي: « خلک د سوځولو لپاره له هرڅه کار اخلي، ان له ټایر هم کار اخلي. دا د هوا د ککړتیا سبب کیږي. له دولته غواړو چې د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.»

د کابل یو بل اوسېدونکي، شکېب و ویل: « ډېر خلک په نامناسب ډوله له ډبرو سکرو ګټه اخلي، چې د هوا د ککړتیا اصلي لامل ده. دا موضوع ډېره ګواښوونکې ده او له حکومته غواړو چې دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.»

ډاکټر، سمیع مصباح و ویل: « د هوا له سړېدو سره ککړتیا ډېریږي او دا مسله د تنفسي ناروغیو او ځینو نورو ستونزو لامل کیږي.»

له دې سره سم، د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم په دغه ستونزه تاییدوي او زیاتوي چې، د را روان ژمي لپاره د هوا له ککړتیا د مخنيوي لپاره ځينې پروګرامونه لري.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د څارنې او تفتیش رییس، فیصل بریالي و ویل: « موږ بېلابېل پروګرامونه لرو. هغه موټر چې دود کوي، کنټرول کوو یې، تر څنګ یې د حمامونو او ځینې نور ځایونو چې دود تولیدوي څارنه کیږي.»

د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا وایي، هیڅ لوړپوړیزه ودانۍ حق نه لري له فعال فلټر پرته له مرکز ګرمیو ګټه پورته کړي.

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وایي: « د کابل ښاروالۍ څلور یا پنځه میاشتې وړاندې د ټولو حمامونو او لوړپوړیزو ودانیو چې له ډبرو سکرو ګټه اخلي، څارنه کړې. راتلونکي ژمي کې هیڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي چې له فلټر پرته مرکز ګرمي وکاروي.» 

تر دې وړاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ویلي و چې، په راتلونکي ژمي کې د هوا له ککړتیا د مخنیوي په موخه شپږ میاشتنی پروګرام په پام کې لري.

شریک یي کړئ