د جرمني پخوانۍ لومړۍ وزیره انګلا مېرکل وايي، لویدیځوال په افغانستان کې د ولسواکۍ او د ښځو د حقونو د ټينګښت او همداراز د نورو موخو د ترلاسه کولو په برخو کې ماتې خوړلې ده.
جرمني رسنیو د جرمني د پخوانۍ لومړۍ وزیرې، انګلا مېرکل، له قوله ليکلي، جرمني او نور لويديځ هېوادونه په افغانستان کې د ډېموکراسۍ، د ښځو د حقونو او نورو موخو په پلي کې ناکام شوي دي.
انګلا مېرکل همدا راز د افغانستان په جګړه کې د امريکا د ملاتړ لپاره د جرمني د ګډون دفاع کړې ده.
مېرکل ویلي: د افغانستان لپاره نړۍوال ماموریت ۲۰ کاله دوام وکړ. د امريکا په رهبرۍ، جرمني هم له پیله په دغه ماموریت کې هم په نظامي او هم په بشري اړخ کې دخیل و.
ورته مهال اسلامي امارت د امريکا او د هغې د متحدینو حضور په افغانستان کې په تېرو شلو کلونو کې ناسم بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: د دوی په اول کې هغه یرغل اشتباه و او له امریکا سره په جګړه کې برخه اخیستل د دوی اشتباه وه. دوی دې شل کاله د خپلې قویې ضایع کېدل محاسبه کړي. د افغانستان خلکو ته چې یې زیانونه اړولي، هغه هم باید محاسبه کړي.
د امریکا او د هغې متحدینو په افغانستان کې د شل کلن حضور په اړه یو شمېر شنونکو بېلابېل نظرونه وړاندې کړي دي.
سیاسي چارو پوه ، عبدالشکور دادرس په دې اړه وايي: شل کاله افغانستان خراب شو، دوی له ټوپک سره راغلل. بل دوی ویل چې موږ فساد لمنځه وړو خو د دوی په راتګ سره شل کاله بې له دې چې ځينو کسانو د فساد پیمانه تر اخره ورسوله، افغانستان متفرق شو. نور یې هیڅ ګټه و نه کړه.
سیاسي چارو شنونکی، محمد زلمی افغانیار په دې اړه وايي: د هر بهرني هېواد حضور د کوربه هېواد په ګټه نه وي. امریکایان کې له ترهګرۍ سره د جګړې په موخه راغلي و خو هره ورځ به دلته دوه طرفه په جګړه کې ښکېل و.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر پر ۷مه ، د ترهګرۍ د مخنیوي تر شعار لاندې، امریکا پر افغانستان ته برید وکړ او بالاخره له ۲۰ کلن نظامي حضور وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه و وتل او امریکا په افغانستان کې خپله اوږدمهاله جګړه پاېته ورسوله.