د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ترهګري هغه مهمه مساله ده چې د اسلام آباد او کابل د تعاملاتو په اجنډا کې شامله ده.
د دغه وزارت د ویاندې په وینا، اسلام اباد د ترهګریزو ګواښونو پر ضد د مبارزې د اړخونو په تړاو د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.
ممتاز زهرا بلوچ زیاتوي چې هېواد یې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرو ته دوام ورکوي او هغه هڅوکي چې د هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي، چې د پاکستان امنیت ګواښي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي: د پاکستان لپاره د ترهګرۍ اړوند مسایل د پاکستان او افغانستان د تعاملاتو په اجنډا کې شامل دي. پاکستان او افغانستان د هغو ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې د اړخونو په تړاو خبرې کړې دي چې په افغانستان کې یې پټنځایونه او خوندي ځایونه پیدا کړي دي.»
د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی وايي: غوره به دا وي چې په خپلو منځونو کې سیاسي او استخباراتي پلاوي وټاکي. څېړنې وکړي او بالاخره دا موضوع ښکاره شي. د یو بل ملامتولو پر ځای باید خبرې وکړي څو دغه ستونزه د خبرو له لارې حل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زیاتوي چې د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د اسلامي امارت له چارواکو سره د پاکستان د سفیر د کتنو یوه اصلي مسأله وه.
ممتاز زهرا بلوچ زیاتوي: د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د سفیر په کتنو کې د دوه اړخیزې همکارۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم په تړاو خبرې شوې دي. دا له مهمو افغان چارواکو سره د هغو د خبرو یوه اصلي مسأله ده.»
صمیم شمسي چې د سیاسي چارو شنونکی دی، وايي: افغانستان له پاکستانه هم غواړي چې اړیکې یې باید حسنه اړیکې وي. نو د پاکستان اړیکې باید له افغانستان سره ښې اوسي.
خو د اسلامي امارت ویاند د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې څرګندونو ته په غبرګون کې وایي چې د ترهګرۍ ریښې په پاکستان کې دي او افغانان پکې ښکېل نه دي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د پاکستان د دولت مسوولیت دی او باید د دواړو هېوادونو اړیکې د دا وړ تورونو او ناسمو پوهاویو قرباني نه شي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وايي: تورونه هم باید پورې نه شي، هڅه مو دا ده چې پر یو بل تورونه و نه لګيږي او د دواړو هېوادونو د ګټو ساتنه وشي. هغه ستونزې چې په پاکستان کې دي هلته شل کلنه رېښه لري او خپله د پاکستان پورې اړه لري چې ښايي پالیسي یې وي، امنیتي وضعیت یې وي، هرڅه چې وي خو افغانان پکې دخیل نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سفیر د افغانستان د دفاع وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.