Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان لپاره د پاکستان د استازي په توګه د محمدصادق د بیاګومارنې احتمال

د ځانګړي استازي دنده هغه مهمه بلل کېږي چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي کې اغېز لري.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې پاکستان په پام کې لري د دغه هېواد تجربه لرونکی ډیپلومات محمد صادق یو ځل بیا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي.  

محمد صادق له ۱۳۹۹ کاله تر ۱۴۰۱لمریز کال پورې د پاکستان لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي: «ډان موندلې چې پاکستان پرېکړه کړې ده چې سفیر محمد صادق یو ځل بیا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي .»

د پوهنتو استاد، ناصر شفیق وايي: که تېره واکمنۍ کې د پاکستان استازي افغانستان ته موفق و او بیا یې داسې کړي وي چې اړیکې یې نه وي جوړې کړي نو بیا کېدای شي د استازي ټاکل نوښت رامنځته کړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه د محمد صادق د ګومارلو په تړاو څه نه دي ویلي.  

خو په افغانستان کې د ښاغلي صادق پخواني فعالیتونه څنګه وو.

پخوانی افغان ډيپلوماټ، عزیز معارج وايي: هغه یو پیاوړی ډيپلوماټ دی او د کار مخینه هم لري چې له ۱۳۹۹ تر ۱۴۰۱ پورې کاري تجربه لري او د افغانستان له مسایلو دقیقه اګاهي لري. کافي معلومات لري. دا بیا د اړیکو په ښه والي یا خرابوالي کې کوم اغیز نه لري.

تر دې وړاندې د روان  لمریز کال په وږي میاشت کې محمد آصف دراني د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي له دندې لرې کړای شو.  

پاکستاني رسنیو هغه مهال راپور ورکړ چې د ښاغلي دراني د لرې کېدو لامل د افغانستان په تړاو د پاکستان په سیاست کې اختلافات وو.  

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، موندنې یې ښيي چې پاکستان پرېکړه کړې ده چې سفیر محمد صادق یو ځل بیا د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکي.

شریک یي کړئ