د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې د ګډون په تور ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.
د دغه وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي چې په تېرو څو ورځو کې د اسلام اباد په هغو سیمو کې چې افغان کډوال پکې مېشت دي، امنیتي ځواکونو پراخ عملیات ترسره کړي دي او دغه راز یې افغان کډوال ځورولي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه برخه کې ویلي: «په تېرو څو ورځو کې د اسلام اباد امنیتي ادارو په هغو سیمو کې چې مهاجرین اوسېږي، د مهاجرینو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي او تر اوسه یې ۸۰۰ افغانان نیولي او بندیان کړي دي.»
د کډوالو د حقونو چارو فعاله، اصفه ستانکزۍ وايي: په پاکستان یا بل هېواد کې مېشت افغان کډوال باید هڅه وکړي چې لاریونونو او سیاسي بهیرونو کې ګډون و نه کړي. بل خوا دې افغان حکومت له هغو کسانو سره چې په پاکستان کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي، لازمې همکارۍ وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له دولته غواړي چې افغان کډوال دې د سیاسي وسیلې په توګه نه کاروي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې لمخې، په اسلاماباد کې د افغان کډوالو د اتشې دفتر مسوولانو د نیول شویو کډوالو شمېر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره شریک کړی او د نیول شویو کډوالو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې یوه بله برخه وايي: «په اسلام اباد کې د اتشې له مسولینو څخه هم غوښتل شوي چې د افغان مهاجرینو چارو کې چیف کمېشنرۍ د کورنیو چارو وزارت، سفران وزارت او د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته په لیکلي ډول د بندیانو شمېرې ورکړي او د افغان مهاجرینو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.»
د کډوالو د حقونو چارو فعال، نظر نظري وايي: خپل سوله ییز ژوند ته دې دوام ورکړي. درسونه دې بشپړ کړي. له پاکستانه حکومت مو غوښتنه دا ده چې له هغو کسانو سره چې په لاریونونو کې یې ګډون کړی و، ټول کډوال یوځای نه کړي.
تر دې وړاندې ځینو پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې یو شمېر افغانان د عمران خان د پلویانو د دولت ضد مظاهرو په تړاو نیول شوي دي.
په پاکستان کې افغان کډوال، میرویس خاورین هم وايي: هغه کډوال چې بازار ته د خپل کار پسې وتلي و او پولیسو نیولي دي دا ناسم کار دی چې په دغو کسانو کې زموږ خپلوان او دوستان هم دي.
بلخوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې په یوې خبري غونډه کې ویلي وو، چې د روان زېږدیز کال له ډسمبر میاشتې وروسته به افغان کډوال له قانوني اسنادو په اسلاماباد کې د اوسېدو اجازه ونه لري.