د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست حکومت سره، د ډپيلوماټیکو اړیکو د کمولو په تړاو د ناروې له پرېکړې ناخوښي څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې، داسې پرېکړو ته باید د هېوادونو له کورنیو مسایلو سره تړاو ورنه کړل شي.
د حافظ ضیا احمد تکل په وینا، کونسلي خدمتونو ته لاسرسی د هر وګړي حق دی او له همدې امله دوی له ټولو هېوادونو غواړي چې، د نړۍوالو همکاریو د روحیې پر بنسټ دا اصل په لومړیتوب کې راولي.
د بهرنیو چارو وارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ناروې شاهي دولت د هغې پرېکړې له امله ناخوښي څرګندوي چې، له مخې یې د ډپيلوماټيکو اړیکو کچه راټيټه کړې ده. هیله لرو چې، دا ډول پرېکړې باید د هېوادونو په داخلي چارو پورې ونهتړل شي.»
پرون د ناروې د بهرنیو چارو وزارت طبي انېسټيټیوټونو ته د نجونو پر تګ د بندیز له امله له افغانستان سره د خپل هېواد د ډیپلوماټیکو اړیکو د کمولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې، په دغه هېواد کې به د اسلامي امارت سفیر هم ونه مني.
د سیاسي چارو شنونکی بلال عمر په دې هکله وویل:«د دې لپاره چې، زموږ اړیکې ښې شي او وکړای شو له بېلابېلو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو، جدي اړتیا ده چې، بشري حقونو مسایلو ته درناوی وکړو او د بشري حقونو مسایلو د ساتنې او پایښت لپاره، باید ډېرې هڅې وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت د روان زېږدیز کال د سپتمبر پر ۱۲مه وتړل شو.