د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د دوحې فورم د نړۍوالې غونډې په څنډه کې د طلوعنیوز له خبریال سره په خبرو کې وایي چې، امریکا په افغانستان کې دوه اصلي موخې تعقیبوي چې، د دوحې هوکړهلیک پلي کول او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو لېږل دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره وايي:«لومړی مورد دا دی ډاډ ترلاسه کړو، د ترهګرۍ پر وړاندې هغه ژمنې چې، د دوحې په هوکړه لیک کې یې یادونه شوې، عملي کېږي، دویم مورد د افغانستان د خلکو ملاتړ دی او دغه ملاتړ د بشري مرستو له لارې دی چې، موږ له ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې څه باندې۲ مېلیارد ډالره مرسته کړې ده. زه د نورو هېوادونو په تړاو خبرې نه شم کولای؛ خو د امریکا لپاره موږ په پرېکنده ډول ویلي دي چې، د افغانستان حکومت خپل مشروعیت د افغانستان له خلکو اخلي.»
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان او پاکستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې د شته مشترکاتو پر بنسټ نه بېلېدونکي ګڼي او زیاتوي اړتیا ده چې، دغه همکارۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ له بېلابېلو لارو ښې شي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم وویل:«د افغانستان او پاکستان خلک د قوم، تاریخ او مذهب له پلوه ډېر نږدې دي، او موږ له هر پلوه سره نږدي یو. نو، موږ باید داسې لارې پیدا کړو چې، د دواړو هېوادونو ګډ ژوند، همکارۍ او متقابلې پراختیا ته لاره هواره کړو.»
منیر اکرم دغهراز د افغان کډوالو په تړاو وایي، پاکستان هغه کسان چې، په قانوني توګه پاکستان ته راغلي، بېرته نه استوي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازی زیاتوي:««موږ نیت نهلرو چې، کډوال بېرته واستوو. یوازې هغه کسان لېږو چې، قانوني اسناد نهلري او په ناقانونه توګه پاکستان ته راغلي او هلته ژوند کوي. دا کار یوازې د افغانستان لپاره نهدی؛ بلکې موږ په پاکستان پر ټولو ناقانونه کسانو خپل قوانین عملي کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې، د دوحې فورم په دوه ورځنۍ غونډه کې د نړۍ څه باندې ۱۰۰هېوادونو استازي د نړۍوالو ننګونو د ارزونې لپاره سره راغونډ شوي دي.