فراه کې د لومړي ځل لپاره یوه خصوصي تولیدي کارخونه د غیر الکولي مشروباتو او خوراکي توکو تولیدات پیلوي.
د دغې کارخونې مسوول وايي، هره میاشت به ۷۵ زره بستې نوشابې تولیدوي او په نږدې راتلونکي کې به د خوراکي توکو د تولید چارې هم پیل کړي.
دا کارخونه د څه باندې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې جوړ شوی دی.
خو د برښنا نشتون د دغې کارخونې د فعالیتونو پر وړاندې جدي ستونزه ده.
د کارخونې مسوول، جواد غفوري له اسلامي امارت غواړي چې دغې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي او وایي: « زموږ لویه ستونزه برښنا ده. له اسلامي امارت غواړو چې موږ ته برښنا برابره کړي څو وکولای شو خپلو تولیداتو ته دوام ورکړو او لومړي او خام مواد هم خپله تولید کړو.»
د دې کارخونې ځینې کارګر له نورو سوداګرو غواړي چې په کوردننه پانګونې سره ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي.
کارګر، محمد اصف و ویل: « له سوداګرو مې غوښتنه دا ده چې افغانستان په ځانګړې توګه فراه کې پانګونې وکړي.»
بل کارګر، رحیم ګل و ویل: « دا چې اوس امنیت راغلی د هېواد سوداګر باید پانګونه وکړي څو ځوانان له هېواده تللو ته اړ نشي.»
د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس وايي بیا وایي، دغه ولایت کې د برښنا نشتوالي او پرچاوۍ ستونزې حل په موخه هڅې کوي.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس، حافظ شمس الحق اجمل و ویل: « له ترکمنستانه فراه ته د برښنا رسولو سروې بشپړه شوې او کم وخت کې به فراه له برښنا برخمنه شي.»
د فراه د صنعت او سوداګرۍ ریاست د شمېرو لمخې، دا مهال په دغه ولایت کې له ۴۰ زیاتې کارخونې د خوراکي او غیر خوراکي توکو تولید په برخه کې فعالیت کوي چې، سلګونه کسانو ته پکې کاري زمینې برابرې شوې دي.