Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د یو‌اېن - هبیټاټ فعالیت کموالی موندلی

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام یا د یو‌اېن - هبیټاټ رییسه له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې وايي چې، د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له اګسټ وروسته د دغه بنسټ فعالیتونه د پام وړ کم شوي دي.

د یو‌اېن - هبیټاټ رییسه په دغې مرکه کې ټينکار کوي چې، دم‌ګړۍ د دغه سازمان له لوري په افغانستان کې د شل مېلیونه ډالرو په ارزښت پر ۲۰ تر ۲۵ پروژو کار روان دی.

سټېفني لوس ویلي:«دا مهال موږ د شل مېلیونه ډالرو په ارزښت پروژې یا پانګونې لرو چې، په افغانستان کې د پلي کېدو په حال کې دي. زه د کره شمېر په تړاو معلومات نه‌شم وړاندې کولای؛ خو فکر کوم چې، شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ پروژې لرو.»  

سټېفني لوس زیاتوي چې، دا مهال د افغانستان ۳۰ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي؛ خو د اقلیمي بدلونونو له امله ښايي په ښارونو کې د اوسېدونکو شمېر نور هم زیات شي.  

په افغانستان کې د یواېن-هبیټات رییسه په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان خلک ګوري چې، په ښارونو کې فرصتونه شته، نو موږ د ښاري ژوند د کچې لوړېدل تجربه کوو. دا مهال ۳۰ سلنه خلک په ښارونو کې ژوند کوي؛ خو موږ فکر کوو چې، دا سلنه به زیاته شي؛ ځکه چې د اقلیمي بدلونونو له امله په کلیو کې ژوند لا ستونزمنېږي.»

مېرمن سټېفني لوس طلوع‌نیوز ته وایي چې، د یواېن - هبیټاټ اصلي موخه د خلکو لپاره د خوندي ژوند برابرول دي.

سټېفني لوس زیاتوي:«زموږ موخه دا ده چې، د خلکو د اوسېدو ځایونه وارزوو او وروسته له هغوی سره بحث کوو، څو وپوهېږو چې، زموږ پروژې د هغوی په ژوند کې څه ډول ښه‌والی راوستلای شي. د بېلګې په توګه، که تاسو په یوه غونډۍ کې ژوند کوئ، یو خطر ښایي دا وي چې، هغه ځای د ځمکې ښوېدنې یا سېلاب له خطر سره مخ وي. په دې حالت کې، موږ له خلکو سره خبرې کوو څو پوه شو چې، زموږ پروژې څنګه کولای شي د هغوی له خونديتوب سره مرسته وکړو.»

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې یا یواېن - هبیټاټ څانګه په افغانستان کې له تېرو درې لسیزو راهیسې فعالیت کوي او نه یوازې د استوګنې د ځایونو د بیارغونې په څېر برخو کې فعالیت کوي؛ بلکې د عمومي فضا د ښه‌والي او د څښاک اوبو ته د لاسرسي د پراختیا په برخو کې هم کار کوي.
 
شریک یي کړئ