Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: ظالم او مستبد حکومتونه تل زوال مومي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې په یوې غونډه کې ویلي، په سوریه کې رامنځته شوي تحولات ښیي چې، د ظالمو او مستبدو حکومتونو پایله زوال دی.
  
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په دې هکله وايي:«تاسې د دې شاهد یاست، دا درې، څلور ورځې مخکې په سوریه کې یو غټ تحول راغلی چې، د نیمې پېړۍ یو حکومت چې، زوی او پلار کاوه تقریباً د ۵۴ کلونو حکومت چپه شو، ړنګ شو او له‌منځه ولاړ. د ظلم او استبداد حکومتونه به تل همداسې وي.»

ښاغلي ستانکزي د خپلې وینا په بله برخه کې ویلي، که‌چېرې د هېواد له اوسني نظامه ملاتړ ونه‌شي، په هېواد کې به هم کورنۍ جګړې پیل شي.

شېر محمد عباس ستانکزی وايي:«د هېواد د ابادۍ ترڅنګ موږ باید دا نظام هم وساتو، که دا نظام موږ ونه‌ساتو بیا په دغه هېواد کې ګډوډۍ به رامنځته شي، کورنۍ جګړې به رامنځته شي، له یو او بل سره، به په یوه او بل نامه اختلافونه رامنځته شي.»

بل خوا، د سیاسي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې، اسلامي امارت باید په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي چې، اسلامي امارت د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي او د خلکو ملاتړ ترې نور هم زیات شي.
 
د سیاسي مسایلو شنونکی عزیز ستانکزی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«خلک هغه وخت له حکومت سره همکاري کوي چې، حکومت د خلکو غوښتنې پوره کړي او خدمتونه وکړي او خپل خلک ارامه وساتي او خپل خلک ماړه وساتي، د دې په هڅه کې وي چې، څنګه د خلکو اقتصاد ښه کړي.»

 د سیاسي چارو بل شنونکی احمد خان اندړ هم څرګندوي:«د افغانستان د اوسني حکومت د رسميت پېژندلو لپاره اړینه ده چې، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان د منشور او قوانینو په مطابق چې، زموږ د دین او خلکو له دودونو سره په ټکر کې نه‌وي مخته ولاړ شي؛ ځکه چې، ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو هغه منلی دی.»
 
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین د افغانستان سوله د سیمې او نړۍ په ګټه بللې وه او له نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتي وو چې، د دوحې هوکړه‌لیک پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې له سرپرست حکومت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.  
 
ښاغلي ستانکزي د خپلې وینا په بله برخه کې ویلي، که‌چېرې د هېواد له اوسني نظامه ملاتړ ونه‌شي، په هېواد کې به کورنۍ جګړې هم پیل شي.

شریک یي کړئ