Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

قطر کې د ا.ا سفارت له هېوادونو سره د تعامل زیاتوالي لپاره د هڅو خبره کوي

په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست محمد نعیم له طلوع‌نیوز سره په مرکه کې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د دوحې رول اغېزناک ګڼي او زیاتوي، هغه کتنې چې، د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره یې کوي، د هېواد د اوسني وضعیت د ښه کېدو په موخه دي.

ښاغلي نعیم له امریکا سره د اړیکو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وایي چې، په دې برخه کې کومه ځانګړې ستونزه نشته.

په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ کومه ستونزه نه‌لرو او د خپل ولس او هېواد لپاره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې چې، کومې هڅې وي هغه مو کړي او بیا هم دوام ورکوو او له نورو څخه مو هم هیله همدا ده چې، څنګه یو ګډ تفاهم سره ولرو، څنګه کولای شو چې په ګډه ستونزې سره حل کړو.»

نوموړی دغه راز په دې مرکه کې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه د افغانستان د خلکو په حق کې یو ظالمانه کار ګڼي او د دغو بندیزونو پر لمنځه تلو ټينګار کوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست په دې هکله زیاتوي:«موږ او تاسې په جریان کې یو چې، له بده مرغه بندیزونه ، یوه ظالمانه اقدام دی چې، د افغانستان د ولس په حق کې شوی او نړۍ هم په دې هکله تراوسه پټه خوله ده، په دې اړه هېڅ داسې ستونزه نشته چې، دغه بې‌ځایه او ظالمانه بندیزونه چې، د افغانستان ولس پرې ځورېږي، د دې د دوام لپاره هېڅ کوم عامل شتون نه‌لري.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي:«په هغه صورت کې چې، موږ له معنا لرونکي، فعال او جوړونکي نرمښت څخه کار وانه‌خلو، ستونزمنه ده چې، بندیزونه لېرې شي او افغانستان بیا د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع غړیتوب ترلاسه کړي.»
 
تر دې مخکې، اقتصاد وزارت هم ویلي وو، چې د نړۍوالې ټولنې په ځانګړي توګه د امریکا متحدو ایالتونو بندیزونو د هېواد وګړو ته تر ټولو ډېر زیان رسولی او په هېواد کې یې اقتصادي ناورین زیات کړی دی.

شریک یي کړئ