Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له لوري د امنیتي ګواښ په اړه د روسیې د ادعاو ردول

د اسلامي امارت ویاند وايي، په تېرو درېیو کلونو کې چې اسلامي امارت پر افغانستان بیا واکمن شوی،  هیڅ هېواد ته امنیتي ګواښ نه دی پېښ شوی او له افغان خاورې ورته قاچاق نه دی شوی.

ذبیح الله مجاهد له افغانستانه د ترهګرۍ او نشه یي توکو د ګواښونو په اړه د روسیې ادعاوې ناسمې بولي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې: «موږ دا ادعاوې په کلکه ردوو چې ناسمې دي. افغانستان یو خوندي هېواد دی، واحد حاکمیت لري، او د قاچاق مخه په ډېره لویه کچه نیول شوې ده. هېڅ کوم هېواد ته امنیتي ګواښ نه دی پېښ او موږ هیله لرو چې په دې اړه پروپاګند، ناسم تبلیغات یا معلومات خپاره نه شي.»

په داسې حال کې ده چې تر د وړاندې د روسیې د ټاس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د ټولیز امنیت تړون په سازمان کې د روسیې دایمي استازي خبرداری ورکړی چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لوري د «ترهګرۍ او نشه‌يي توکو» له ګواښونو سره مخ ده.  

دغه روسی چارواکي ټینګار کړی چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان اړوند ننګونې او ګواښونو څاري او له دغو ګواښونو سره د مبارزې هڅې د افغانستان د کاري ډلې د ظرفیتونو د همغږۍ له لارې د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا تر څارنې لاندې ترسره کیږي.

د ټولیز امنیت د تړون سازمان کې د روسیې استازي، ویکټور واسیلیف ویلي: د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان اړوند ننګونو او ګواښونو څارنې ته دوام ورکوي او د بهرنیو چارو د وزیرانو تر نظر لاندې د افغانستان په تړاو د کاري ډلې د ظرفیتونو له لارې د هغو د حل لپاره هڅې همغږي کوي. 

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: «هغوی غواړي چې هغه ترهګریزې ډلې، چې خپله یې په اوږده موده کې رامنځته کړي دي، د دوی پر ضد و نه کارول شي. د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو سازمان او لویو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کچه ۹۵ سلنه کمه شوې ده.»

روسیه دغه اندېښنې د روسیې له لوري په داسې حال کې څرګندېږي چې، څو میاشتې وړاندې د روسیې د ملي امنیت سرمنشي کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې خبرې وکړې او وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه وباسي.

تر د وړاندې د ټولیز امنیت تړون په سازمان کې د روسیې دایمي استازي خبرداری ورکړی چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لوري د «ترهګرۍ او نشه‌يي توکو» له ګواښونو سره مخ ده.

شریک یي کړئ