په افغانستان کې د برېټانیي ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو د څېړنو په لړ کې، برېټانیي ورځپاڼې ټلېګراف خبر ورکړی چې د برېټانیا د پخوانیو سرتېرو د چارو وزیر آلیسټر کارنز په افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونه له عمومي څېړنو سره په نه همکارۍ تورن شوی دی.
په راپور کې راغلي چې آلیسټر کارنز د پخوانیو سرتېرو د وزیر په توګه د ټاکل کېدو تر وخته په افغانستان کې د بريتانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو مهم معلومات له ځانه سره ساتلي وو.
خو تر اوسه د دغو اطلاعاتو په تړاو جزئیات نه دي خپاره شوي.
د ټلېګراف د راپور یوه برخه کې راغلي: د پخوانيو سرتېرو وزیر په دې تورن دی، چې په افغانستان کې یې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو لخوا د جنګي جنایتونو د ادعاوو په تړاو د عمومي څېړنو په برخه کې له مرستې ډډه کړې ده. ویل کیږي چې الیسټر کارنز د جولای د څلورمې له سراسري ټاکنو وروسته د کارګر ګوند د استازي او وروسته د وزیر په توګه د ټاکل کېدو تر وخته، اطلاعات پټ کړي وو.»
حقوق پوه، ضیا یوسفي په دې اړه و ویل: «هغه کسان چې نړۍوال جنایتونه ترسره کوي، که هغه سرتیری وي یا د سرتیرو مشران، د منل شویو نړیوالو اصولو پر بنسټ باید مجازات شي او د سزا وړ دي.»
آلیسټر کارنز چې ۴۴ کلن دی، د بریتانیا د پوځ پخوانی افسر دی او په افغانستان کې د خدمت مخینه هم لري.
آلیسټر کارنز د روان زېږدیز کال د جولای پر نهمه د بریتانیا په کابینه کې د پخوانیو سرتېرو د چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.
د پوهنتون استاد، بلال عمر په دې اړه وايي: «اړینه ده چې یو خپلواک او بېپرې بنسټ جوړ شي، چې هم افغانان او هم هغه هېوادونه چې په دې برخه کې کار کوي، پکې شامل وي، څو دا موضوعات په بېپرې ډول وڅېړي.»
یو حقوقپوه، محمد اصف فقیري و ویل: «باید هغه کسان، که بهرني عناصر وي او که کورني، چې په دې هېواد کې جنایتونه او خیانتونه یې کړي دي، د خپلو کړنو ځواب ورکړي. پرته له شکه، غرامت اخیستل یو له هغو موخو دي چې د بهرنیو ځواکونو د ځواب ویلو له لارې په افغانستان کې ترلاسه کېدای شي.»
د برېټانیا ځانګړي ځواکونه تورن دي چې د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.
د برېټانیا حکومت د دغو تورونو د څېړلو لپاره « د افغانستان په تړاو د خپلواکې څېړنې» په نوم یوه څېړنه د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې پیل کړه.