د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، افغانستان د طبیعي او معدني زېرمو په ځانګړي ډول د لیتیم له پلوه یو له بډایه هېوادونو دی.
د نورالدین عزیزي په وینا، د افغانستان د لیتیم کانونو ارزښت یو ټریلیون ډالرو ته رسېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي په دې اړه و ویل: «هغه څېړنه چې خپله امریکایانو کړې ده، ښيي چې یوازې زموږ او ستاسو له یوه معدنه الحمدالله یو ټریلیون ډالر زیرمه لرو، او نن ټوله نړۍ د افغانستان لیتیم ته اړتیا لري.»
نورالدین عزیز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د نړۍ په کچه د پاکې انرژۍ د اهمیت او کارونې زیاتېدو ته په نغوتې سره د کانونو په ځانګړې توګه د لیتیمو په برخه کې په برخه کې د کورنیو بنسټونو پانګون مهمه بولي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز زیاتوي چې اسلامي امارت چمتو دی چې په بېلابېلو برخو کې د اقتصاد محوره تګلارې بر بنسټ د پانګوالو هرکلی وکړي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه: «د اسلامي امارت شعار دا دی چې موږ اقتصاد اصلي اهمیت ورکوو. زموږ نظام یو اسلامي شرعي او د عدل پر بنسټ ولاړ نظام دی، او اقتصاد یې محوري رول لري. اقتصاد ته د محوري ارزښت ورکولو دلیل څه دی؟ دا ځکه چې موږ په رښتیا هم ډېر نفوذ لرو چې باید له هغوی سره مرسته وشي.»
لیتیم چې د بریښنا ترټولو مهم زیرمه کوونکې ګڼل کیږي، تر ډېره په نویو ټکنالوژیو کې په ځانګړې توګه د ګرځنده تلیفونونو، بریښنایی موټرو، کمپیوټرونو او د بې پيلوټه الوتکو د بیټرۍ په جوړولو کې کارول کیږي.
تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې د هېواد د لیټيم کانونو د استخراج تړون یې له هېڅ کوم شرکت سره نه دی لاسلیک کړی.