Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت له تور نوملړه د نوم د ایستلو په تړاو د روسیې پرېکړه وستایله

د روسیې پارلمان دغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستلو پرېکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه. 

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې دغه ګام ستایلی او دا یې له روسیې سره د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی. 

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: « د روسیې وروستي اقدامات او دا چې اسلامي امارت سره د اړیکو پر وړاندې یې خنډونه لیرې کړل، دا ډېر مهم ګام دی او موږ یې ستایو.»

د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې دغه پرېکړه د افغانستان او روسیې د اړیکو پراختیا په برخه کې مهمه بللې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اعلامیه کې ویلي: « د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فډراسیون د پارلمان د هغه پلان د تصویب هرکلی کوي، چې پر بنسټ یې د روسیې له تور نوملړ څخه د اسلامي امارت د نوم لرې کولو ته زمینه برابره شوې ده. دا ګام د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کې د یو خنډ لرې کول او یو مهم پرمختګ دی.»

تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و چې، د روسیې پارلمان داسې پرېکړه لیک تصویب کړې چې، ښايي لمخې یې د دغه هېواد کې د ممنوعه ډله له نوملړه د اسلامي امارت د نوم لرې کېدو ته زمینه برابره شي.

دغه پرېکړه لیک به د تخصصي کمیټو له تصویب وروسته د روسیې فډرالي شورا ته واستول شي.

د یادونې ده چې، دا د روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو په اړه د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو له څرګندونو وروسته لومړی عملي اقدام دی.

د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا و ویل: « د روسیې له تور نوملړه د اسلام امارت د نوم ایستلو سره سم به چې، ډېر ژر به و ایستل شي، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون به د روسیې ټول متحدین دغه کار وکړي او روسیه به تر دې وروسته هتمن د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني.»

د روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو طرحه کابل ته د روسیې د ملي امنیت شورا د عمومي منشي تر سفره دوه ورځې وروسته د دغه هېواد پارلمان ته وړاندې شوې وه چې، لمخې به یې د اسلامي امارت نوم په لنډ مهالې توګه د روسیې له تور نوملړه و ایستل شي.

شریک یي کړئ