د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې، هېواد یې له ازبیکستان سره د افغان - ټرانس د جوړولو د امکاناتو د مطالعې لپاره په ګډه کار کوي.
ډنیس مانټوروف د روسیې او ازبیکستان ترمنځ د همکارۍ د بین الدولتي کمېسیون په ۲۵غونډه کې وویل چې، روسیه د نړۍوال ټرانسپورټ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.
ورته مهال، د ټولګټو وزارت وایي چې، د یاد وزارت د رېل پټلۍ مرستیال په حیرتان بندر کې د توکو د کوزولو او بارولو بهیر، د چټکتیا په موخه د سوګدیانا ټرانس شرکت له مسوولانو سره کتلي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس په دې هکله وايي:«په دغې کتنه کې د رېلي واګونونو د تراکم، د رېلي کرښتو فعال ساتل، د تمځایونو له ظریفته بشپړه استفاده، د بارګیرۍ او کوزولو بهیر چټکتیا او د ستونزو پر حل په مفصله توګه خبرې وشوې او لازمې پرېکړې وشي.»
بل لور ته، د سوداګرۍ او پانګونې خونه په هېواد کې د رېل پټلۍ جوړول د افغانستان د سوداګرۍ په ګټه بولي او زیاتوي چې، د رېل پټلۍ جوړول د سوداګرۍ او ټرانزیټ لګښت د پام وړ راکموي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی په دې تړاو طلوعنیوز ته وايي:«دا یوه ډېره جدي اړتیا ده. اوسمهال د سوداګرۍ دې کچې ته رسېدلې، تر هغې چې، په سوداګرۍ او ټرانسپورټ کې اسانتیاوې رامنځته نهشي، سوداګري نه ارزانېږي. له همدې امله رېل پټلۍ ډېره اړینه ده.»
د اقتصادي چارو شنونکي ذبیحالله اسلامي هم وویل:«یو هېواد چې، هرڅومره تولیدونکی وي، کهچېرې ټرانزیټي لارې ونهلري او له نورو هېوادونو سره وصل نهوي. اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ټینګې نهکړي، هغه هېواد هېڅکله پراختیا نهمومي.»
د هرات–بلخ، اقینې –اندخوي او هرات –خواف د رېل پټلۍ د هېواد له فعالو پټلیو دي او د ټولګټو وزارت ټینګار کوي چې، دننه په هېواد کې د دغو لارو د پراختیا لپاره لوی پلانونه لري.