Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوناما راپور؛ افغانستان کې امنیت او ټیکاو پر وړاندې ګواښونه لا هم شته

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې روزا اوتونبایوا هېواد کې د وروستیو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

روزا اوتونبایوا و ویل دغه بنسټ له افغانانو سره سږ کال ۱۵ اعشاریه ۳ میلیون ډالره مرسته کړې ده.

د یوناما مشرې زیاته کړه چې که اسلامي امارت د نجونو پر مخ د طبي زده کړو بندیز په بشپړه ډول پلی کړي، زیان به یې یوازې ښځو ته نه بلکې، سړو او ټولې ټولنې ته ورسیږي.

اوتونبایوا و ویل: "د ډسمبر میاشتې په پیل کې، چارواکو اعلان وکړ چې نجونې زده‌کوونکې به له طبي انسټیټوټونو منعه شي. که دا پرېکړه په بشپړ ډول عملي شي، نو دا به په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره او همدارنګه د سړو، هلکانو، ټولنو او ټول هېواد لپاره مرګونې پایلې ولري، ځکه چې افغانان به د روغتیايي سیسټم له نعمت بې برخې شي."
 
هغې پر اسلامي امارت غږ وکړ چې پر خپلې دغې پرېکړ له سره غور وکړي.

روزا اوتونبایو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې د تېرې ورځې (چهارشنبې) چاودنې ته په اشارې سره و ویل په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو پر وړاندې ګواښونه لا هم شته.

اوتونبایوا یو ځل بیا په موسساتو او نورو نړۍوالو نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په دغه راپور کې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته د پېښو ګواښونو او زیانونو په اړه هم یادونه وشوه.

د یوناما مشرې امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې و ویل: "افغانستان د څو اقلیمي او چاپېریالي زیانونو له زیانمنو پایلو سره د مبارزې په هڅه کې دی. ما په ټول هېواد کې دا حالت په خپلو سترګو لیدلی، خلک د اوبو لاسرسي لپاره له ستونزو سره مخ دي. په کابل ښار کې، چې له پنځو میلیونو زیات نفوس لري، شونې ده چې د ځمکې لاندې اوبه تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړه توګه خلاصې شي."

روزا اوتونبایوا و ویل د اقلیمي بدلون تر ټولو شدید اغېز پر ښځو او ماشومانو دی.

اخوا، د اسلامي امارت ویاند د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې د جوړېدو په غبرګون کې ویلي و، د اسلامي امارت د استازي له حضور پرته د دغه ډول غونډو پرېکړې به عقده يي او له واقعیته لرې وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه