افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه د توماس نیکلاسن ماموریت پایته ورسېده.
توماس نیکلاسن وايي، د اروپايي ټولنې د تعامل او د افغانانو ملاتړ لپاره اړتیا ده چې، د افغانستان سرپرست حکومت ځینو مسایلو ته په بېړه رسېدنه وکړي.
نیکلاسن و ویل: « زه افغانستان په داسې حال کې پرېږدم چې په ځانګړې توګه د وروستیو حکمونو او فرمانونو په پایله کې د اوسنيو بشري، سیاسي، بشري حقونو او اقتصادي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرم.»
توماس نیکلاسن زیاتوي چې، د افغانستان له خلکو سره تعامل د دروازو د تړلو په پرتله ښه لار ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي و ویل: « د ځینو مسایلو د حل لپاره په ځانګړې توګه د اوسنیو چارواکو له لوري د بېړني اقدام اړتیا ده، تر څو اروپايي ټولنه وکولای شي د افغانستان له خلکو سره تعامل او ملاتړ ته دوام ورکړي.»
ښاغلي نیکلاسن د یوناما له چارواکو، اسلامي امارت له مسوولینو او مدني ټولنې له استازو سره د خپلې پنځه ورځنۍ ناستې پایلې شریکې کړې او زیاته یې کړه چې، د ځینو ګاونډیو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د شتون له امله د امنیتي ګواښونو په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه.
هغه و ویل: « په داسې حال کې چې ډېری افغانان په هېواد کې دننه د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن نه وو، خو د ګاونډيو هېوادونو استازو په افغانستان کې د امنيتي ګواښونو د پرله پسې شتون او د پولو په اوږدو کې د هغو ترهګرو ډلو چې له دننه سرچینه اخلي، د فعاليتونو له امله د رامنځته شويو امنيتي ګواښونو په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې.»
توماس نیکلاسن په ۲۰۲۱ زېږیز کال کې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
په دې اړه مو اندونه