د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلورمه درې میاشتینۍ غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د یوناما دفتر مشرې روزا اوتونبایوا د دې شورا غړو ته په افغانستان کې د بشري حقونو په مسایلو کې د محدودیتونو، د رسنیو د ستونزو، امنیتي مسایلو او د خلکو د اقتصادي ننګونو په تړاو راپور وړاندې کړ.
په دې غونډه کې روزا اوتونبایوا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له دغه حکومت سره تعامل ولري.
د مېرمن اوتونبایوا په باور تعامل د افغانستان د سرپرست د رسمیت پېژندنې په مانا نه دی.
اوتونبایوا و ویل: لکه څنګه چې مې مخکې ټینګار وکړ، تعامل د عادي کولو یا په رسمیت پېژندلو په مانا نه دی. دا له نړۍوال نظام سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو لاره ده. دا هغه لاره ده چې د افغانستان د انزاو یا تر هغې د بد وضعیت یعنې جګړو د هغه د بیا ستنېدو مخه نیسي. په ټول افغانستان کې ډېر خلک موږ ته وایي چې غواړي موږ له واکمنو چارواکو سره لا زیات تعامل وکړو.»
په دې غونډه کې د فرانسې، امریکا او جاپان په ګډون د یو شمېر هېوادونو استازو په ښوونیزو بنسټونو کې د نجونو پر زده کړو د وروستي ممنوعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړه.
د جاپان استازي وویل، که دا پرېکړه عملي شي، نو د افغانستان پر ټولنیز او روغتیايي سیستم به منفي اغېز ولري.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان دایمي استازی، یامازاکي کازویوکي وايي: «که دا حکم عملي شي، نه یوازې تحصیل او روغتیایي خدمتونو ته د نجونو لاسرسی لا محدودوي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او روغتیايي سیستم او پرمختګ هم منفي اغېز کوي. موږ له طالبانو غوښتنه کوو چې دا پرېکړه عملي نه کړي.»
په دې غونډه کې د امریکا دایمي استازې لینډا ټوماس ګرینفلډ یو ځل بیا د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې پر پلي کېدو ټینګار وکړ او د دې ارزونې لپاره یې د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ یې وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې، لیندا توماس ګرینفلډ وايي: «همکارانو، یو کال کېږي چې دې شورا دا پرېکړه تصویب کړې چې موږ پکې له سرمنشي غوښتنه وکړه چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو لپاره د لار نقشې د چمتو کولو په موخه یو ځانګړی استازی وټاکي. متحده ایالتونه تمه لري چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې بهیر به د دې لار نقشې ملاتړ وکړي او طالبان د نړیوالې ټولنې او دغه راز تر دې مهمه دا چې د افغانستان د خلکو تمو ته ژمن کړي.»
د روسیې دایمي استازي د افغانستان د سرپرست حکومت د وروستیو درې کلنو هڅو ته په اشارې سره وویل، چې هېواد به یې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی، واسیلي نبنزیا وايي: « افغانان د پخوا پرتله زموږ بشپړ ملاتړ او همکارۍ زیاته اړتیا لري. د روسیې فډراسیون ترې په دوامداره توګه ملاتړ کړی او د افغانستان لپاره به د پراخې او واقع بینانه تګلارې ملاتړ به دوام ورکړي.»
د ترهګرۍ د مسایلو په تړاو خبرې هم د دې غونډې یوه برخه وه.
د غونډې په پای کې ۱۴ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د بشري حقونو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل یې د ښځو د حقونو په خوندیتوب پورې مشروط وبلل.
که څه هم اسلامي امارت د دې شورا د غړو د څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو تر د وړاندې یې په دا ډول غونډو کې د اسلامي امارت د استازي پر ګډون ټینګار کړی و.
په دې اړه مو اندونه