Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ښار اوسېدونکو شکایت؛ ۲۴ ساعتونو کې ۴ یا ۵ ساعته برېښنا وي

په کابل کې یو شمېر هټۍوال او اوسېدونکي د برېښنا د پرچاویو له ډېرښته شکایت لري.

دوی وايي، دغه وضعیت د دوی پر کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

محمد ایمل چې له څو کلونو راهیسې په خپلې هټۍ کې خیاطي کوي، وایي، د ژمي په راتګ سره د برېښنا پرچاوۍ زیاتېږي او دا ستونزه د دوی د کارونو د ځنډېدو لامل کیږي.

هټۍوال، محمد ایمل وايي: په دې اوونۍ کې، مثلاً، د سهار لپاره یو ساعت یا نیم ساعت برېښنا وي، خو د شپې خوا هیڅ برېښنا نشته. موږ د جنراتور برېښنا فعالوو چې د هر کیلوواټ لګښت یې موږ ته ۷۰ افغانۍ تمامیږي او په دې سره د کرایې پیسې هم نه شو پوره کولی. زموږ ستونزې ډېرې زیاتې دي.
 
یو بل هټۍوال، شهاب وايي: مشتري ته چې موږ د هغوی کارونه اخلو او په ټاکلي وخت کې یې نه شو خلاصولی، یعنې حقیقت دا دی چې موږ د برېښنا له ستونزو سره مخ یو. هغه مشتریان هم چې راځي، د هغوی کارونه په وخت نه خلاصیږي.

له دې سره هممهاله، یو شمېر هېوادوال د افغانستان له برېښنا شرکته غواړي چې د بریښنا د پرچاوۍ ستونزو ته دایمي حل لارې پیدا کړي.

د کابل اوسېدونکی، ‏‎فیروز په دې اړه وايي: د شپې چې درس وایو، برېښنا نه وي، نه لپټاپ چارج لري او نه زموږ موبایلونه. موږ د شمع په رڼا کې درس وایو.

د کابل یو بل اوسېدونکی، فیاض هم وايي: اوس مهال په کابل ښار کې هېڅ برېښنا نشته، که وي هم، په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۴ یا ۵ ساعته برېښنا وي.
  
خو د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وایي چې  د برېښنا د کموالي د ستونزې د حل په موخه دغه شرکت هڅه کوي چې له کورنیو سرچینو ګټه واخلي.

دوی زیاتوي چې د بریښنا د پرچاوۍ د کمولو په موخه یوه حرارتي دستګاه فعاله شوې چې په ورځ کې شاوخوا څلور تر پنځه ساعته بریښنا تولیدوي.
 
د دغه شرکت ویاند دغه راز د نغلو د څلورم توربین د ستونزې د حل خبره هم کوي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند، ‏‎حکمت‌الله میوندي وايي: د دې لپاره چې وکولای شو یو څه اندازه برېښنا رسونه منظمه کړو، موږ یو تودوخې تولیدونکی ماشین فعال کړی چې هره ورځ ۴ تر ۵ ساعته کار کوي. او له نېکه مرغه باید ووایم چې د نغلو څلورم توربین، چې له تخنیکي ستونزو سره مخ و، هغه هم فعال شوی او له شبکې سره نښلول شوی دی، چې د برېښنا تولید کچه به زیاته کړي.

په دې وروستیو کې  د افغاسنان د برېښنا شرکت ویلي چې د نغلو، سروبي، او ماهیپر بندونو د بریښنا تولید زیات شوی او زیاته کړې یې ده چې د برېښنا دغه بندونه چې د بریښنا د تولید حوزې د ریاست تر څارنې لاندې فعالیت کوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۷۰۰ مېګاواټه بریښنا تولید کړی ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه