د هند په ممبي کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ سرپرست اکرامالدین کامل له افغان وګړو سره په کتنه کې، د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړی دی.
د کونسلګرۍ د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي کامل په دې کتنه کې په هند کې د افغانانو حضور د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو لپاره مهم وباله او افغان هېوادوالو ته یې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په تړاو ډاډ ورکړ.
د هند په ممبي ښار کې د اسلامي امارت قونسلګرۍ په خبرپاڼه کې راغلي:«د کونسلګرۍ سرپرست وویل چې، په ممبي کې د افغانستان جنرال قونسلګري د افغانانو کور دی او دروازې يې هر وخت د دوی پر مخ پرانیستې دي. هغه وویل چې په هند کې مېشت افغانان د افغانستان استازي دي او حضور یې د افغانستان او هند تر منځ پر مثبتو اړیکو اغېز لري.»
د ساسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله وايي:«په ټوله کې هندیان له افغانانو سره ډېرې ښې او نېکې اړیکې لري. او زه باور لرم چې، هر څومره چې، دوی د افغانانو د ستونزو په هکله په تماس کې شي، هومره زموږ اړیکې پیاوړې کېږي.»
له بلخوا، په هند کې ځينې افغان کډوال او محصلین د تحصیلي اسنادو د اخیستو، کونسلي خدمتونو او د کار کولو د حق نهلرلو په تړاو شکایت کوي.
هند کې افغان کډوال اسد امین په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«په هند کې د قانوني ویزې نشتوالی او همدارنګه د زدهکړو دوام هم یوه له ستونزو ده چې، موږ زدهکړیالان له هغې سره مخ یو.»
هند کې بل افغان کډوال حیدر حدیث هم وايي:«د پاسپورټ اخیستل د ټولو لپاره ستونزمن شوي؛ ځکه چې، بیې لوړې شوي پاسپورټ مو چې، باید په ۴۰ ډالرو اخیسته اوس کابو ۱۳۰ ډالره دی، د یوې کورنۍ لپاره چې ۶ یا ۸ غړي لري د هغوی لپاره زښته زیاته ستونزمنه ده چې، پاسپورټ واخلي.»
ښاغلي کامل په داسې حال کې له دغو افغانانو سره ګوري چې، تر دې وړاندې اسلامي امارت د هند له حکومت سره د خپلو اړیکو د ښه کېدو خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه