Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون د غونډې مهمې پریکړې

د اسلامي امارت د رهبر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون غونډه ترسره شوه، چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې لمخې، دغه غونډه کې د یوولسو بېلابېلو مسایلو په تړاو پرېکړې شوي دي. 

دغه غونډه کې له بیځایه لګښتونو د مخنیوي لپاره د بدو دودونو پېژندنه، په ټولو ولایتونو کې د صنعتکارانو لپاره د ځمکو وېش او د صنعتي پارکونو جوړول، د غضب شویو ځمکو بېرته ګرځول، د کانې توکو د پروسس لپاره د ځمکو ځانګړي کول، په لویو لارو کې د ښځینه او نارینه جوماتونو جوړولو په تړاو پرېکړې شوي دي. 

هغه مهم موارد چې، د ریاست الوزرا د اقتصادي کمیسیون په ځانګړې غونډه کې یې په تړاو پرېکړه شوې او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه شوې، په لاندې ډول دي:

۱- د بې ځایه لګښتونو مخنیوي لپاره د ناوړه دودونو پېژندنه
۲- د هغو غصب شویو ځمکو او ښارګوټو لپاره د هر اړخیزې کړنلارې جوړول چې امارتي تثبیت شوي دي.  
۳- د خلکو لپاره د ودانیزو چارو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کول  
۴- په پلازمېنه کې د اولیه او خفیفه صنعت لپاره د ځمکې ځانګړې کول
۵- په ۲۹ ولایتونو کې د صنعتي پارکونو جوړول 
۶- د هغو امارتي ځمکو په اجاره ورکول چې ترڅنګ یې اوبه شته
۷-  اقتصادی کمیسیون ته د کوکچې سیند د کانال د جوړېدو طرحې وړاندې کېدل
۸-  د حاجي ګک د وسپنې کان د استخراج لپاره د طرحې برابرول  
۹-  د ممنوعه توکو د وارداتو او صادراتو د مخنیوي لپاره د عملي ګامونه اخیستل   
۱۰- د درملو او خوراکي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د کړنلارې جوړول دي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا و ویل: « د صنعتکارانو یوه لویه ستونزه د ځمکو کمښت یا نشتون و، که دغه پروګرام تطبیق کیږی او صنعتکارانو ته ځمکې ورکول کیږي، له شک پرته ډېرې کارخونې به په کار پيل وکړي چې خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه د اسلامي امارت د مشر وروستۍ پرېکړې د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره ګټورې بولي او ټینګار کوي چې، صنعتکارانو ته دې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.  

 د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان طلوع‌نیوز ته د دغو پرېکړو په اړه و ویل: « دغه نوې تګلاره کولای شي افغانستان کې کاري زمینې رامنځته کړي او دغه راز د صنعت برخه د ځمکې او انرژۍ له کمښت سره مخ ده او که صنعتکارانو ته دغه اسانتیاوې رامنځته شي موږ به نږدې راتلونکي کې ډېر پرمختګ و وینو.»

د اسلامي امارت مشر د تېر لمریز کال په زمري میاشت کې په درې ماده‌ییز فرمان کې د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاو پر رامنځته کولو، له سوداګرو او صنعتکارانو سره پر ښه چلن او له کورنیو تولیداتو پر ګټې اخیستنې ټينګار کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه