د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې او کورنیو بنسټونو ترمنځ د یو ميلیون او ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت شل هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې مرستیال وایي، د ملګرو ملتونو د پراختیاي برنامې په مالي ملاتړ سره، د هیواد په پنځو ولایتونو کې پراختیايي پروژې ددغې ادارې لخوا پلي کیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیال، فضل الرحمن فاضل په دې اړه وايي: د دې پروژو ټولیز لګښت دوه اعشاریه ۵ میلیونه ډالره دی چې نن به یې له شلو بنسټونو سره د اتلس لکه امریکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شي.
د یوه قراردادي شرکت مسوول، عبدالکریم پوپل هم و ویل: له تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره موږ دغه تړون لاسلیک کړ. چې موږ به په مستقیم ډول ښځو او سړو ته پکې د کار زمینه برابره کړو.
فضل الرحمن فاضل زیاتوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ټول هېواد په کچه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۱۶۶ لنډمهالي مرکزونه جوړ کړي دي، چې په دې سره یې د ۳۸۰۰ کسانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
ښاغلي فاضل زیاته کړه: ۱۶۶ لنډ مهاله فني او حرفوي مرکزونه په ټول هېواد کې فعال شوي دي چې درې زره ۸۹۱ کسانو ته یې د اړینو زده کړو زمینه برابره کړې ده. دغه تعلیمي سلسله تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت سره په ټول هېواد کې د بندیانو د حقونو په ورکړې سره روانه ساتل کیږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسوولان وايي چې د دغو هوکړه لیکونو په لاسلیک کېدو سره به په بامیان، خوست، هلمند، دایکنډي او کندهار ولایتونو کې پراختیایي پروژې پلې شي.
په دې اړه مو اندونه