د اسلامي امارت جګپوړي غړي انس حقاني له العربیه شبکې سره په ځانګړې مرکه کې پر خلیلالرحمن حقاني برید کې د اسلامي امارت د کسانو لاس لرل رد کړي دي.
نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې وايي چې، داعش د سرپرست حکومت د غړو او هېوادوالو ترمنځ ريښه نهلري.
انس حقاني ویلي:«لکه څنګه چې، مې مخکې وویل، داعش په حکومت او خلکو کې ریښه نهلري او دا ناشونې ده چې، داعش دې په حکومت کې ریښه ولري، دا حکومت له داسې خلکو جوړ شوی چې، جهاد یې کړی فکر او شعور لري، داعش یوه منحوسه ښکارنده ده.»
ښاغلی حقاني دغهراز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ټینګار کوي چې، داعش په هېواد کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره هېڅ دلیل نهلري.
نوموړی زیاتوي چې، اقتصادي پروژې او له نړۍ سره تعاملات رامنځته شوي او دا پرمختګونه د داعش او هغو کسانو لپاره د اندېښنې وړ دي چې، نهغواړي په افغانستان کې ثبات راشي.
د اسلامي امارت جګپوړی غړی انس حقاني څرګنده کړې:«داعش د خپلو فعالیتونو د توجیه کولو لپاره هېڅ دلیل نهلري، اوس اقتصادي پروژې شته او له نړۍ سره تعامل پیل شوی، دا پرمختګونه د داعش او هغو کسانو لپاره چې، په افغانستان کې ثبات نهغواړي د اندېښنې وړ دي.»
د نظامي چارو شنونکي سید جواد حسیني د افغانستان پر وړاندې د ګاوڼدیو هېوادونو د نیت په هکله طلوعنیوز ته وویل:«د سیمې او ګاونډي هېوادونه نهغواړي چې، په افغانستان کې، یو پیاوړی، ثبات لرونکی او د پرمختګ په حال کې حکومت رامنځته شي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست خلیلالرحمن حقاني د برید پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده.
په دې اړه مو اندونه