د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېټومېلر په یوې خبري ناسته کې ویلي چې، واشنګټن له امریکا سره د خپلو ګټو د مخته بیولو لپاره، له سرپرست حکومت سره تعامل لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله وايي:«موږ له طالبانو سره د امریکا د ملي ګټو د پرمخ بیولو لپاره تعامل لرو او د تحریر الشام له پلاوي سره هم د امریکا د ملي ګټو د پرمخ بیولو لپاره تعامل لرو، له هغې ډلې د امریکايي خبریال اسټېن ټایس موندل او کور ته راوستل هم شامل دي.»
اوس پوښتنه دا ده چې، له امریکا سره د یاد هېواد د ګټو پر بنسټ د تعامل پایلې څه دي؟
د سیاسي چارو شنونکي سید قریبالله سادات په هکله وویل:«له امارت سره د امریکا تعامل یعنې له نړۍ سره د تعامل په مانا دی، کهچېرې امریکا وغواړي سبا اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، ښايي موږ په یوې اوونۍ کې افغانستان د نړۍ پر ۴۰ تر ۵۰ هېوادونو په رسمیت وپېژنو.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم وايي:«امریکا او اروپا د نړۍ لومړۍ درجه هېوادونه دي چې، هغوی کولای شي له دغې سیاسي او اقتصادي کشمکش څخه په بریا بیرون کړي.»
که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نهوایي؛ خو تر دې مخکې یې د امریکا په ګډون له بېلابېلو هېوادونو سره د تعامل غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه