Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روان زېږیز کال کې ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه را ایستل شوي دي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د ډسمبر ۱۸مې، د کډوالو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په روان زېږیز کال کې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۱ اعشاریه ۲ میلیونه افغان کډوال راستانه شوي دي.

د دغه سازمان د شمېرو لمخې، دغه موده کې څه باندې یو اعشاریه یو میلیونه کسان له ایران، ۸۰ زره او ۵۰۰ له پاکستان او سل زره کسان د هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي: « په ۲۰۲۴ کال کې له ایرانه ۱.۱ میلیون، له پاکستانه ۸۰ زره او ۵۰۰  او سل زره نور بیا د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.»

له دې سره سم، ځينې هغه هېوادوال چې، له نورو هېوادونو را اېستل شوي د کوربه هېوادونو له بد وضعیته شکایت کوي. 

۳۷ کلن مطیع الله چې څلور کاله وړاندې د کار نشتوالي له امله ایران ته لاړ خو د اسنادو نه لرلو له امله بېرته را وایستل شو داسې وایي: « د ایراني ځواکونو چلن یې د خپل هېواد د ښه والي لپاره دی، پر افغان کډوالو ډېر بندیزونه لګوي.»

په ګاونډیو هیوادونو کې افغان کډوالو هم له کوربه هیوادونو غواړي چې، هغه اسانتیاوې ورته برابرې کړي چې د کډوالو حق دی.

په پاکستان کې افغان کډوال، ملک مجاهد شینواري و ویل: « د کډوالۍ په نړۍواله ورځ موږ له پاکستانه غواړو چې له افغانانو سره د یو مسلمان ورور په څېر ښه چلن وکړي.»

د کډالو د حقونو فعاله اصفه ستانکزۍ د کډوالو وضعیت ښه کېدو په اړه وایي: « د افغانستان او نورو کوربه هېوادونو ترمنځ دې د کډوالو په اړه ډیپلوماټیکې خبرې وشي څو د هغو کډوالو وضعیت ته رسېدنه وشي چې، اوسېدو سند لپاره بې برخلیکه پاتې دي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، دا ورځ د کډوالو د ستونزو لکه تعصب، تبعیض، ښکاره تاوتریخوالي، ناوړه چلن او د انساني قاچاق د نه منلو وړ ظلمونو په اړه د انعکاس فرصت دی.

اروپايي ټولنه هم وايي، د افغان کډوالو، بې ځايه شويو او راستنېدونکو د زده کړو، کارموندنې او د اقتصادي وضعيت د ښه والي په برخو کې ملاتړ کوي.

د کډوالې د برخې کارپوه، عبدالباسط انصاري و ویل: « نړۍوال بنسټونه په ځانګړې توګه د یو ان اچ سي ار او ځینې نور بنسټونه چې د کډوالۍ په برخه کې کار کوي، دې برخه کې ډېر مسوولیت لري، دوی دې ګامونه پورته کړي او له کوربه هېوادونو سره دې خبرې وکړي څو د کډوالو وضعیت شه شي.»

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و، چې د روان کال په اتو میاشتو کې له ایران، ترکیې او پاکستانه څه باندې ۹۰۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه