د قرغیزستان سفارت سرپرست د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې وکړې.
شېر محمد عباس ستانکزي له قرغېزستان سره د اړیکو پیاوړتیا مهمه بللې او هغه یې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پراختیا په برخه کې مهم ګام ګڼلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند په وینا، د قرغیزستان سفارت سرپرست په دغه لیدنه کې ټینګار کړی چې هیواد یې لیواله دی په افغانستان کې د کانونو او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د یاد هېواد یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا په دې اړه وايي: په اوسنیو شرایطو کې قېرغزستان، د مرکزي اسیا هېوادونه او روسیه د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې په درشل کې دي. چې په راتلونکي پړاو کې به دا کار وشي.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: یو لړ ګټې دي چې موږ یې نسبي مزیت بولو دا کېدای شي چې موږ مقابل لوري ته قناعت ورکړی وي، په ځانګړې توګه قېرغزستان ته، او موږ کولای شو د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د اړیکو پل اوسو.
تر دې وړاندې د قرغېزستان د بهرنیو چارو وزیر د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د مرستیالانو په کلنۍ غونډه کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي وو چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل او همغږي پیاوړې کړي.
په دې اړه مو اندونه