Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پوهنتونونو پرانیستې ته په تمه نجونې: له پوهې پرته مو ټولنه مخ په ځوړ ده

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو د دو کلنۍ په درشل کې یو شمېر نجونو زده کړیالانو یو ځل بیا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو پر بندوالي نیوکې وکړې.

دوی یو ځل بیا له سرپرست حکومته وغوښتلل چې، ژر تر ژره د پوهنتونونو دروازې یې پر مخ پرانیزي.

هغه درې خویندې چې له زده کړو بې برخې شوي، یوه یې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي زده کړیاله آزاده ده.
نوموړې د خپلو تیرو دوو کلونو په اړه داسې وايي.

د پوهنتون د دویم کال زده کړیاله، آزاده په دې اړه وايي: فکر به مې کاوه چې د کال په پیل کې به یې پرانیزي، تر هغې به منتظره پاتې کېدم. کال به نوی کېده خو بیا هم نجونو ته د زده کړو اجازه نه وه. بل کال به مې هم همدا هیله وه خو تر سږ کال پورې دا دی اجازه ور نه کړل شوه.

یو شمېر نورې نجونې زده کړیالانې هم زده کړې خپل اساسي حق ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې د دغه حق ورکړې ته یې جدي پاملرنه وکړي.

زده کړیاله، عاقله وايي: ځې ازموینه ورکوې او په ازموینه کې هم بریالۍ کېږې او پوهنځې پېلوې خو بیا پوهنتون ته د تګ اجازه نه درکول کیږي دا ډېر ناهیلی کوونکی وضعیت دی.

د معالجوي طب فارغه، ادیبه هم وايي: له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې ټولو نجونو ته د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانیزي. ځکه کومه ټولنه کې چې زده کړې نه وي هغه ټولنه له رکود سره مخ ده.

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي هم وايي: که موږ د ټولنې پر یوه برخه له زده کړو محرومه کړې وي په دې توګه موږ پرمختګ نه شو کولای. که پرمختګ وي هم نو یو اړخیز پرمختګ به وي.

بل لور ته د سوریې اوسني مشر احمد شرع له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د سوریې او په افغانستان کې د واکمنو چارواکو ترمنځ ډیر توپیرونه شته او افغانستان یوه قبیلوي ټولنه ده خو په سوریه کې بیلابیل ذهنیتونه شته او نوموړي زده کړو ته د ښځو پر لاسرسي هم ټینګار کړی دی.

د تحریر شام رهبر، احمد شرع ویلي: (د سوریې او طالبانو ترمنځ ډیر توپیرونه شته، زموږ د حکومت بڼه توپیر لري، افغانستان یوه قبیلوي ټولنه ده، سوریه کاملا توپیر لري، خلک یوازې ددې فکر نه کوي چې د سوریې دولت او واکمن نظام به د سوریې له تاریخ او کلتور سره مطابقت ولري.)

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د لیندۍ په ۲۹ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پوهنتونو ته د نجونو تګ تر امر ثاني پورې منع کړ، هغه څه چې ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه یې له ځان سره درلودل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه