Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په لویو لارو کې اوس هم د ټرافیک پولیس نشته

د ټرافیکو لوی ریاست د پلان او پالیسي مدیر طلوع‌نیوز ته وایي دغه اداره دمګړۍ د هېواد په لویو لارو کې ټرافیک پولیس نه لري.

د عبدالودود خیرخواه په وینا دوی په لویو لارو کې د ټرافیکو موجودیت کورنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی دی.

د ټرافیکو لوی ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر، عبدالودود خیرخواه په دې اړه وايي: له بده مرغه موږ اوس مهال د لویو لارو ټرافیک نه لرو. خو د افغانستان د ټرافیکو د مرکزي ادارې له لوري وړاندیز شوي دي.ان شاالله چې د لویو لارو ټرافیک هم په کار پیل وکړي. موږ په پلان کې لرو چې لویو لارو کې کمرې ونښلوو څو سرعت کنټرول کړي، ایمني ټیمونه ولرو او هغوی سپیډ برېکرې برابرې کړي.  

ښاغلی خیرخواه دغه راز وایي چې دوی تر دې وړاندې هم د موټر چلوونکو د پوهاوي لپاره په ټولو ولایتونو کې پنځلس ورځني ورکشاپونه ترسره کړي او په راتلونکي کال کې هم په لویو لارو کې د څارنې او کنټرول تر څنګ د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره امنیتي کمرې او نور تجهیزات ځای پر ځای کوي.

د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو لامل بیا د موټر چلوونکو نه پاملرنه او د سړکونو خرابوالي ګڼي.

د نیمروز اوسېدونکي، اسد الله و ویل: په لویو لارو کې دې ټرافیکي اشارې جوړې شي. څو له ټرافیکو پېښو مخنیوی وشي.

د بدخشان یو بل اوسېدونکی، عمر ابرار وايي: بدخشان کې د ټکرو اصلي لامل بې احتیاطي ده. همدا راز د سټنډرډو سړکونو نشتوالی دی. هغه واټونه چې په بدخشان کې جوړ شوي معیاري نه دي. 

دا په داسې حال کې ده چې یوه اوونۍ مخکې د کابل - کندهار پر لویه لاره د دوو مرګونو ترافیکې پیښو له امله ۵۲ تنه مړه او نږدې ۸۰ تنه نور ټپيان شول.

تر دغو دوو مرګونو ټرافیکي پېښو وورسته د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اعلان وکړ چې د یادو پېښو له امله یې د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیتونه ځنډولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه