Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګل حکیم خان؛ برمل کې له ۱۶کسیزې کورنۍ یوازې همدی ژوندی پاتې دی

د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان د وړمې شپې په هوايي بریدونو کې د ګل حکیم خان د کورنۍ ۱۵ غړي هم وژل شوي دي.

ګل حکیم خان چې، د برمل ولسوالۍ په لامن کلي کې اوسېده د خپلې شپاړس کسیزې کورنۍ یوازنی غړی دی چې، له یادې پېښې روغ وتلی دی.

نوموړي چې اوس د خپلې ۱۶ کسیزې کورنۍ یوازینی ژوندی پاتې شوی کس دی د پېښې په تړاو داسې وايي.

د برمل ولسوالۍ د لمن کلي اوسېدونکی، ګل حکیم خان وايي: د شپې چې جېټې راغلې په لسو بجو یې دلته بمبار وکړ. په دې کې زموږ ۱۵ کسان شهیدان شوي دي. په دوی کې مې وروڼه وو، خویندې وې، پلار مې و. یو زه پاتې شوی یم. 

د دغه کلي ځینې نور اوسېدونکي چې خپل خپلوان یې له لاسه ورکړي او د ځینو هغو بیا کورونه ویجاړ شوي وایي، په دې بریدونو کې ښځې، ماشومان او ملکي وګړي موخه ګرځول شوي دي.

د برمل ولسوالۍ د لمن کلي اوسېدونکی، حبیب الله هم وايي: دلته د ده دا کور و په ده کې دوی ۱۶ کسانو ژوند کاوه. په دوی کې ۱۵ کسان شهیدان شول، یوازې دی پاتې دی. دلته مخامخ جومات دی، جومات یې هم شهید کړی دی.

د دغه کلي یو بل اوسېدونکی، ثمرګل وايي: زموږ غوښتنه دا ده چې دغه یو کس پاتې شوی، د ده کور ویجاړ شو، مالونه یې ختم شول، د ده پر غاړه جامه پاتې ده نور څه نه دي ورپاتې. 

د سېمې د اوسېدونکو او مسوولینو په وینا، پر دغه کلي د پاکستاني جیټ الوتکو په هوايي بریدونو کې د یوې مدرسې په ګډون شپږ کورونه ویجاړ شوي دي.

پاکستاني جیټ الوتکو د سې شنبې په شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو برخو هوايي بریدونه وکړل چې له امله یې ۴۶ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه