Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې تر درملنې لاندې د برمل پېښې د پاتې شویو قربانیانو دردناکې کیسې

پر پکتیکا د پاکستان د هوايي بریدونو ځينې ټپيان چې د درملنې لپاره کابل ته رالېږدول شوي وايي، دغه بریدونه پر هغې سیمې ترسره شوي چې، پکې له پاکستانه را اېستل شویو کډوالو شپې او ورځې تېرولې.

یحیی نومیږي، د درملنې لپاره د پلازمينې یو روغتون ته راوړل شوی دی.

یحیی په هغو سترګو چې د درد شاهدې دي خپل یو ګنډل شوي زخم ته په کتو یې ستونی له ژړا را ډکیږي.

نوموړی چې ویده وو پاکستاني جیټ الوتکو یې پر کور هوایي برید وکړ.

ټپي شوی ماشوم، یحيی وايي: موږ چې څنګه څملاستو، اول دوه بنګنې(الوتکه) راغلې، بیا جېټ راغله، چې جېټ څنګه راغله بم یې واچوه، موږ ویده وو چې موږ کله خبریدو، پنځه یا شپږ کورونه یې ړنګ کړي وو.   

کله چې یې د کورنۍ په اړه خبرې کیږي ستونی یې له ژړا را ډکیږي او له سترګو یې اوښکې روانیږي.

یحيی وايي: یو زه زخمي وم. خښته راباندې پرته وه. یوه سړي را و ایستلم. زه زخمي وم او نور ټول شهیدان شوي وو. 

۳۰ کلن سهیل چې پر سر ټپي شوی د دغې پېښې بل ټپي دی او سترګې یې هم د ټپ له امله نه خلاصیږي وایي یو زوی یې وژل شوی او بل زوی یې ټپي دی.

د نوموړي په وینا د بې پیلوټه الوتکو د راتګ او څو شیبې وروسته د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د هغې سیمې د بمبارۍ شاهد وو چې هېواد ته له نویو راستنو شویو سره یې پکې ژوند کاوه.

یو بل ټپي، سهیل هم وايي: تېره شپه اته بجې ډرون راغلې، زه له کوره بهر راووتلم، ډرون د پاکستانه له لوري راغلې، داسې دوه دقیقې به نه وې تېرې چې جېټ ورپسې راغلې. له را رسېدو سره سم یې بمونه و غورځول، موږ سره څلور کډې وې، هغوی شهیدان شول. 

په ټپي بدن او له درد ډک زړه سره له نړیوالو داسې غوښتنه لري.

سهیل زیاتوي: نړۍوالو ته پکار دي چې د پاکستان د ظلمونو مخنیوی وکړي. دا ظالم او جابر حکومت ډېر ظلم وکړ. زموږ له نړۍوالو غوښتنه ده چې زموږ دغه حالت و ویني.

د خپرو کړیو شمېرو لمخې له پکتیکا څخه د ماشومانو په ګډون ۸ ټپیان د درملنې په موخه پلازمېنې ته راوړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه