چین کې د اسلامي امارت سفیر بلال کریمي دغه هېواد کې د ازبیکستان له سفیر سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دغه کتنه کې د ازبیکستان سفیر ویلي، تاشکند لېواله دی چې، افغانستان کې سمنټو، برښنا او ځینو نورو برخو کې پانګونې ته لېواله دی.
بلال کریمي د ازبیکستان په سرخان دریا ولایت کې د ګډ بازار جوړېدل مهم پرمختګ بللی او په سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې یې د همکاریو غوښتنه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکي، قطب الدین یعقوبي و ویل: « ازبیکستان د افغانستان د ګاونډي په توګه له جغرافیایي اړخه د افغانستان د بېخ بناو د جوړولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.»
په ورته مهال اقتصاد وزارت بهرنۍ پانګونې د هېواد په اقتصادي وده کې ګټورې ګڼي.
د دغه وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وایي، دمګړۍ قطر، ایران، ترکیه، ازبیکستان او چین په عملي توګه افغانستان کې په بیلابیلو برخو کې پانګونې کوي.
عبدالرحمان حبیب و ویل: « بهرنۍ پانګونې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ښه کېدو لامل کیږي. د چین سربېره قطر، ترکیه، ایران او ځینې نور هېوادونه او شرکتونه چې بهرنیو هېوادونو کې پر پانګونې بوخت دي، افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او ځینو برخو کې عملاً پانګونې کوي.»
سوداګر، امید حیدري و ویل: « یوازي له قزاقستان سره ستونزه پاتې ده. موږ د قزاقستان له مشرتابه غواړو چې، زموږ ټرانسپورټي موټرو ته روډ پاس ورکړي څو د قزاقستان او ازبیکستان له لارې مسکو ته لاړ شي او له هغه ځایه ځینو هېوادونو ته لاسرسی پیداکړو.»
تر دې وړاندې افغانستان لپاره د ازبیکستان سفیر د رییس الوزرا له اداري مرستیال سره کتنه کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو، درملو د وارداتو، د سمنټو کارخونو جوړولو، ډبرو سکرو د پېر او سوداګرۍ او ځینو نورو برخو کې د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی و.
په دې اړه مو اندونه