د رييس الوزراء سیاسي مرستیال وايي، سرپرست حکومت د اسلامي اصولو په رڼا کې له نړۍ سره اړیکې غواړي.
مولوي عبدالکبیر زیاتوي، اسلامي امارت د سولې او یووالی پیغام لري؛ خو که کوم لوری تاوتریخوالي ته لمن وهي؛ نو هرو مرو به له جدي چلند سره مخ کېږي.
الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په د رییس پکتیا ولایت کې د دستاربندۍ په مراسمو کې وایي، چې اسلامي امارت د هېڅ لوري غوښتنو ته غاړه نه ږدي، بلکې د اسلامي اصولو په رڼا کې له نړۍ سره د اړیکو جوړولو په هڅه کې دی.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې اسلامي امارت د سولې او یووالي پیغام لري، خو که کوم لوری د تاوتریخوالي هڅه وکړي، جدي چلند به ورسره وشي.
مولوي عبدالکبیر زیاتوي چې د دوحې هوکړه لیک په دې مانا نه و چې امریکا د حکومتولۍ په تړاو اسلامي امارت ته فرمایش ورکړي، بلکې له هېواده د واشنګټن د ځواکونو د وتلو په تړاو و.
هغه وايي: د دوحې د تړون په اړه مو باید څوک غلط پوه نه کړي. په دوحه کې اسلامي امارت له امریکا سره هوکړه او ژمنه کړې خو هغه ژمنه ددې لپاره نه و، چې دی ماته فرمایش راکړي چې ستا نظام به څرنګه وي. هغه په دې اړه و چې امریکا ویل زه ووځم ماته ۱۴ میاشتې وخت راکړه او طالبانو ورته ویل چې نه ژر به ووځې.
د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی وايي: هر هېواد چې له ګاونډیو سره، د سیمې له هېوادونو او نړۍوالو سره اړیکې و نه لري. دا په دې مانا چې یو ګونګ انسان دی. نو لازمه ده چې موږ له ټولو هېوادونو سره څومره چې لازمه ده، اړیکې ولرو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په لېرې پرتو سیمو کې د مدرسو او ښوونځیو فعالیت ستایي او زیاتوي چې اسلامي امارت له کوم تبعیض پرته د ټولو ښوونیزو مرکزونو پرمختګ ته بشپړ پام کوي.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې اسلامي امارت ټول هغه هېوادوال چې په تېر نظام کې یې کارکاوه، بښلي دي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه: په شل کاله کې که هر چا د ناټو او امریکا په صف کې کار کړی وي. اسلامي امارت له فتحې وروسته عفوه عامه کړې ده. که یو څوک عسکر هم و څوک به کار پرې نه لري. که څوک د پارلمان وکیل هم وو د چا ورسره کار نشته ځکه زموږ اصل کار له بهرنیانو سره و.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي و، اسلامي امارت له نړۍ سره مستقیمې اړیکې ټینګې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه