ستره محکمه په تېرو درېیو اونیو کې د پنځوسو تعزیري حکمونو له تطبیقېدو خبر ورکوي.
د سترې محکمې ویاند طلوع نیوز ته وايي، دغه احکام هم پر غلو، له کوره پر تښتېدونکو، پر زنا او لواطت کارو عملي شوي دي.
د سترې محکمې ویاند، عبدالرحیم راشد په دې اړه وايي: د هېواد په خوست، فاریاب، میدان وردګ، کاپیسا، کابل، غزني، پکتیا، کندوز، سمنګان، پکتیکا او پروان ولایتونو کې د غلا، جعل، له کوره تېښتې، زنا، لواطت، نامشروع اړیکو، اخلاقي فساد او دوکې ورکولو له امله څه کم ۵۰ کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړ شوې دي.
ورته مهال یو شمېر دیني عالمان له منکراتو د ټولنې د خوندي کېدو لپاره د الهي احکامو او حدودو پلي کول مهم ګڼي.
دیني عالم، حسیب الله حنفي وايي: حدود، تعزیرات او قصاص یو الهی امر دی. په اسلامي نظام کې اساس بلل کیږي. که چېرې غواړو چې په ټولنه کې فتنه نه اوسي. فساد نه اوسي. قتل او غارت او اختطاف نه اوسي. نو لازمه ده چې حدود، تعزیرات او قصاص تطبیق شي.
حقوق پوه، عبدالشکور دادرس بیا وايي: دوه جزاګانې کیږي بیا، یوه جزا یې دا ده چې یو کس دره خوري. بله جزا یې دا ده چې خلک خبریږي. د جرم د مرتکب کېدونکي جزا ده اصلاً خو خلک پرې خبریږي.
تر دې وړاندې سترې محکمې اعلان کړی وو چې د شرعي احکامو په پلي کېدو کې به د نړیوالې ټولنې هیڅ فشار ته تسلیم نه شي او زیاته کړې یې وه چې نړۍ باید په افغانستان کې د شرعي احکامو د پلي کېدو په اړه له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.
په دې اړه مو اندونه