د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هیله څرګنده کړې چې په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې، د نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت رسمي او ډيپلوماټيکې اړیکې زیاتې شي.
د ښاغلي مجاهد په اند، اسلامي امارت په تېر زیږدیز کال کې، د رسمیت پېژندنې او له بېلابېلو هېوادونو سره د تعامل لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي چې، مثبتې پایلې یې لرلې دي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«په ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د هغو هڅو پرتله چې، اسلامي امارت یې لري، موږ هیله لرو چې، په دې کتار کې به ډېر هېوادونه راشي او له ډپيلوماټیک پلوه به له افغانستان سره وصل شي. د دې نښې وینو او اټکل هم شوی دی.»
ټولګډونی حکومت، بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه او د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نهکارېدل او د نشهیي توکو د کښت، تولید او قاچاق مخنیوی، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ له شرطونو ګڼل کېږي. هغه مسایل چې، اسلامي امارت یې تل د عملي کېدو خبره کړې.
او په مقابل کې له تور نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو لرې کېدل، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل او د سرپرست حکومت رسمیت پېژندنه، له نړۍ د اسلامي امارت غوښتنې ګڼل کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالجمیل شیرانی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«په نړۍوالو اصولو او قوانینو کې د رسمیت پېژندلو لپاره درې فاکتوره دي؛ لومړی نظام په ټوله جغرافیه کې حاکم وي، نفوس موجود وي او حکومت هم پهکې حکومتولي وکړي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي. دمګړۍ په افغانستان کې هم حاکمیت دی، نفوس موجود دی او د خلکو لپاره هم خدمتونه وړاندې کېږي.»
د سیاسي چارو شنونکي ناصر شفیق هم وویل:«دې ته اړتیا ده چې، د دوحې په مذاکراتو او یا د دوحې په معاهده کې کومه کورنۍ دنده چې، اوسني حکومت ته ورکړل شوې وه، د هغه په اړه دې هم اقدامات وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت د معلوماتو له مخې دمګړۍ د بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۴۰ سفارتونه او سیاسي استازولۍ په افغانستان کې فعالې دي او په څه باندې ۲۰ هېوادونو کې سرپرست حکومت خپلې استازولۍ او ډیپلوماټیک مرکزونه لري.
په دې اړه مو اندونه