Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان امنیه قومندان واخان ته د پاکستاني پوځیانو د رسېدو راپورونه رد کړل

د بدخشان امنیه قومندان عزیزالله عمر د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ سټراتیژیکې سیمې ته د پاکستاني پوځیانو د ورتګ راپورونه ردوي.

عزیزالله عمر وایي، په واخان دهلیز کې دفاعي او امنیتي ځواکونه مېشت دي او تر دې مهاله د پاکستاني ځواکونو له لوري دغه سیمه کې هېڅ ډول خوځښت نه دی لیدل شوی.

د بدخشان امنیه قومندان ټینګار کړی چې، امنیتي ځواکونه هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې، د افغانستان خاورې ته ننوځي. 

هغه زیاته کړه: « هغه راپورونه چې په رسنیو کې خپرېږي حقیقت نه لري. موږ هره شېبه له امنیتي ځواکونو سره په اړیکه کې یو، هېڅ ستونزه نشته او هیڅوک نشي کولای چې واخان ته داخل شي. امنیتي او دفاعي ځواکونه د هر راز برید لپاره چمتو دي.»

تر دې وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې، د دغه هېواد پوځیانو د بدخشان د واخان ولسوالۍ ځینې سټراټیژيکې سیمې نیولې دي.

د بدخشان ځینې اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي.

د بدخشان اوسېدونکي، عبدالصبور د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « پاکستان هېڅکله پر واخان تېری نشي کولای، مخکنیو حکومتونو معاملې کړې وې او اسلامي امارت دوی ته اجازه نه ورکوي.»

د بدخشان بل اوسېدونکي، زلمي و ویل: « له اسلامي امارته مو غوښتنه همدا ده چې، د پولو امنیت ټینګ کړي.» 
 
د بدخشان د واخان ولسوالۍ اړوند د ډېورنډ پر فرضي کرښه واخان دهلیز د هېواد یوه سټراټیژیکه سیمه ده چې، افغانستان له چین او تاجیکستان سره نښلوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه